نظم
فصل - ذکر د نارينه د عورتنې د اوبو
خوشحال خان خټکاول بول بيا مذي وي
بيا ودي وي بيا مني وي
کار د بولو خود څرگند دی
کار د نيولو په بند بند دی
مذي پاڅي له شهوته
مني ووځي له آلته
تر مذي ودي وي زيات
ووځي پس له بوله پات
اودس مات په دا دوماء شي
لږ و ډېر څه چې پيدا شي
په مني غسل لازم شي
که دخول که محتلم شي
په لذت چې را پيدا شي
په هر رنگ غسل روا شي
که مخفي وي په ذکر کې
غسل نشته په دا چر کې
د نساء حکم جدا دی
په پيدا په نا پيدا دی
دوه پردې د ښځې فرج وي
دروني بېروني درج وي
اعتبار د دروني وي
چې مدار په بېروني وي
احتلام دخول د دواړو
حيض نفاس د څلور واړو
چې درون يې الوده وي
نمونځ بې غسله بېهوده وي
اول ښځې لره بويه
پرې د بوځي کته لويه
پاکيزه دې خپل اندام کا
بيا دې درست غسل تمام کا