نظم

فصل - ذکر د تېمم

خوشحال خان خټک

که اوبه نه پيدا کېږي

تېمم په تا فرضېږي

تېمم په خاورو روغ دی

دا خبر نه په دروغ دی

روغ په گچ هم په آهک دی

هم په سنگ هم په نمک دی

په کالي که پروت غبار وي

باندې درست د تيبون کار وي

چې اوبه په نظر کېوځي

نور تيبون له تنه پرېوځي

چې اودس په څه ماتېږي

په هغه تيبون ور کېږي

په اودس کې نيت سنت دی

په تيبون کې فرض نيت دی

د سړي چې اودس نه وي

يا جنب غسل په ده وي

حائض که نفاسا وي

تيمم باندې روا وي

که يې توان د اودس نه وي

تيمم که رنځور ښه وي

يا چې رنځ د چا زياتېږي

په دا هم تيبون رغېږي

که سړی د اودس نه وي

تيمم کا مريض ښه وي

که اوبه ته نژدې ته يې

تيبون کړه که خبر نه يې

حد يو ميل د تيبانه دی

که څه کم دی روا نه دی

که اوبه وي تر ميل کمې

يا په غره وي يا په سمې

په ورتله که وخت تنگېږي

په ضرور تيبون رغېږي

وخت دې نه پرېږدي له دسته

بيا دې کا دقضا مرسته

چې تيبون وهې هوښياره

پاکه خاوره کړه اختياره

دواړه لاس په خاورو کېږده

بيا يې پاس په مخ راپرېږده

دويم ځل دواړه لاسونه

ومږه دواړه ساعدونه

هر سړی چې نمونځ گذار وي

خبرداره په دا کار وي

نيت يې پټ نه دی اشکار دی

کار د نظم اختصار دی

په موزه مسحه روا ده

معتبره دا وينا ده