نظم
فصل - ذکر د هغو څيزونو چې اودس تباه کوي
خوشحال خان خټکچې اودس تباه کوينه
کل اته ويشت توکه دينه
اول بول غايط زده کړه
بيا مذي ودي شمېره کړه
بيا چنجي تر دوه سو راخه
باد هم دی تر دوه سوراخه
د پرهار وينې يا زوې
که جاري زېړې اوبه وې
د حلق وينې لږې ډېرې
د ناف وينې تېر وبېرې
قی د خولې وينې د پوزې
د اورۍ وينې دي بد روزې
که اوبه ووځي له نافه
اودس مات که بې خلافه
چې له مغزه بلغم بېل شي
بيا تر حلق ووځي درغل شي
د نامه اوبه هم هسې
د سړي دي بې اودسې
د ذکر چنجی هم بد دی
دی په دا شماره نامزد دی
وينې زوې که زرد آب دی
د بينی په داحساب دی
زوې زېړې اوبه وينې
که د خولې د پوزې وينې
که خندا په قهقه وکړه
په نمانځه کې هم ښه نه کړه
بيهوشي که لېونتوب دی
بل تکيه وهلی خوب دی
ښځه نر چې سره ورشي
بسوده فرج او ذکر شي
يا بربنډ سره کنار شي
سره دواړه ناقرار شي
چې جاري پرهر لرينه
اودس مات شه چې وقت ځينه
په دا شان استحاضه ده
مبرهنه مسئله ده
رگ وهل هم اودس مات که
يا که کم يا يې څوک زيات که