نظم

في منقبت (عمر بن خطاب (رض))

خوشحال خان خټک

چې باني د احستاب و

عمر زويه د خطاب و

په اسلام چې ارجمند شه

د دين کار و ته څرگند شه

دی و پس له يار غاره

خليفه د دين ای ياره

په بوبکر دين روښان و

په عمر بد رکمان و

چې عمرخلافت بياموند

دين له ده نه قوت بياموند

چې ده مخ د دين په کار کړ

واړه خط يې سم هموار کړ

دی فاروق د حق باطل و

ډېر په عدل کې عادل و

په دُره، په سپينه توره

د دين چار يې کړه مشهوره

زوی يې هسې رنگ په حد کړ

چې يې ځای دده لحد کړ

غش يې نه و واړه صاف و

څړه عدل درست انصاف و

دده جيش، دده پوځونه

په دو راغله تر ملکونه

په آفاق يې صلابت و

په قيچاق يې مهابت و

د نماښام سرخي که ويني

دا آيت دی ددې وينې

چې دده په وخت غازيانو

تويولې دروميانو

د دښنه و مخ يې تور کړ

درست يې وران د کسری کور کړ

مداين يې نېست اوجړ کړ

روغ لښکر يې دشاه مړ کړ

رود نيل يې په فرمان و

په چټی دده روان و

داسلام د کفر جنگ و

په غازيانو ساعت تنگ و

له منبر ه يې آواز کړ

ساز ې په غر ساز کړ

دين دده په وخت انور شه

لور په لور يې يو منبر شه

په يو ځای دده په دور

سره زيست کاوه باز ميور

چې ابليس يې تښ له سيورې

هسې نام و په ده پورې

کند په غاړه، لاس په خټو

تل خوراک اوړه د بټو

کوم زبان چې يې تعريف کړم

نشته توان چې يې توصيف کړم

دی و دا رنگې نومړی

چې يې نوم دعدل وړی

بادار، غلام يو برابر دی

خليفه يې چې عمر دی

درېغه درېغه رافضيانو

د دوزخ کوټه سگانو

چې په هسې سړي باندې

ويل کاندئ لاندې باندې

په دا هر سړی پوهېږي

و سپوږمۍ ته سپي غپېږي

پرېږده سپي به خپل شرر کا

کوم د اوږمکې ضرر کا