نظم
ګاونډي ته
عبدالباري جهانيګوره اشنا زما ګاونډيه اشنا
زما خواره بوښکي کورګي اور اخيستی
هغه پخوا چي دي بڅري بلل
پرون لمبې سوې نن يې زور اخيستی
زما د بابا مېنه يې ورانه کړله
زما يې مکوټ کړل د هستۍ نومونه
زما پر دښتو باندي واوري سوځي
راته يې اور کړل د اميد باغونه
زما له نېستمنو کنډوالو نه خېژي
مظلومي چيغي د حسرت دودونه
ورباندي اوري له آسمانه ټکي
ورباندي ګرځي لېوني ټانکونه
زما پر وطن باندي آفت راغلی
يوه بلا ده هيوادونه لوټي
ملکونه وژني د خپلوۍ په نامه
په نوم د سولي جهانونه لوټي
ما هم د خپلو ګاونډيو پر کور
د سرو پوځونو چپاوونه ليدل
ما هم له ډاره څه ويلای نه سو
ما هم د سترګو تر کونجونو کتل
ما هم ليدل چي د اسلام پر پولو
د بې مذهبو سېلابونه راځي
د خپلواکۍ د جنګياليو کور ته
د زورورو تاړاکونه راځي
ما هم ليدل چي محرابونه سوځي
د برېتور ستالين وحشي پوځونه
ما هم ليدل چي د برچو په څوکو
پورته کېدله بېګناه سرونه
هغه پرون چي مي پردي بلله
هغه اورونه مي انګړ سوځوي
چي مي د بل د کور غل ونه باله
هغه ډاکو مي نن هستي لوټوي
ګوره آشنا زما ګاونډيه آشنا
ستا تر لمن لاندي لمبې وينمه
دې اژدها لا زه خوړلی نه يم
چي بيا يې تا ته سترګي سرې وينمه
دغه زلخوږي وږي تږی ښامار
په مړېدلو باندي نه پوهېږي
چي څومره خوري خروړی کېږي پسي
فقط پړسېږي، مګر نه مړېږي
دغه لمبې څه پولي نه پېژني
ستا تر ګرېوانه به هم ورسېږي
نن يې لا زڼي ستا په کور کي وينم
تا ته به هم سکروټي وټوکېږي