نظم

گدا ته د شهزاده تگ

عبدالحمید مومند

چې صبا د غره له سره آفتاب وخوت

د جهان له سره کيف دخواب وخوت

شاه له خوبه د خمار پاڅېده ويښ شه

له بالښته لکه نمر د څاښت راکيښ شه

چې يې پروت په زړه مهر د گدای و

په تلاش کې هغه دم دده د رای و

په پلو د غره روان کبک دُري شه

يک تنها لکه آفتاب راه گذري شه

ويې (يې) مه راځئ له ما سره يو مل څوک

چې له ما سره کوي رد وبدل څوک

د شبينې خمار له تابه يم بې تابه

خفه کېږم له اصحابه له احبابه

چې يې دا بهانه جوړه لاس په لاس کړه

طايفه يې داغيارو بې وسواس کړه

د گدا په لور يې وزغلاوه اس

هسې راغی لکه برق په هغه خس

عيسوي دم يې ژوندی که که مرده و

سحري نم يې تازه، که پژمرده و

چې يې خولې له تبسمه خندی پرانت

و گدا ته يې د قندو انډی پرانت

لکه گل دده له باره شگفته شه

په خندا ورته گويا په دا گفته شه

وې (يې) وايه د وفا په ميو مسته

يې راغلی په څه حال د غم له دسته

شپه او ورځ درباندې څرنگه تېرېږي

خواب و خور دې پکې کېږي که نه کېږي

وې (يې) خواب و خور در گور راته ووايه

چې لا پايي نه يې مړ شوخه گدايه

بارې ښه چې مې پوښتې څه به ووايم

له خرواره به يو موټی در ته نمايم

هسې سخته ده په ما د غم د کور شپه

لکه عين په مرده باندې د گور شپه

درسته شپه د ستا له غمه اور د آه

لگومه په خرمن دمهرو ماه

چې سېلاب د اوښکو ځي زما له سترگو

څوک به څه ويسا کوي زما په سترگو

څو راغلی په زړه خيال د دل آرم دی

له هغه راهسې خوب په ما حرام دی

نه مې خوب، نه مې خوراک، نه مې آرم شته

نه له چا سره زما سلام کلام شته

زما څه چې په سبب زما دلبره

خواب (و) خور شه فراموش له زنده سره

شاه وې وايه چې په ورځې دې حال څه دی

له دې غمه درپېښ شوی کشال څه دی

څوک له تا سره همدم دی په دا غم کې

څوک له تا سره محرم دی په دا غم کې ؟

وې چې بې سړو آهونو يو نفس

هېڅوک نشته غمگسار زما بې کس

له دې خپلې بې کسۍ ووايم څه

د فلک له ناترسۍ ووايم څه

په گآنۍ کې د فراق هسې نچوړ شوم

چې ژوندون راباندې تريخ شه ځنې موړ شوم

اوس مې زړه هسې په مرگ مَين تالا شه

چې نفس د زندگۍ راته بلا شه

چې نفس کړم ښکته پورته له تلوارې

گورم څارم په هر څه کې د مرگ لارې

اسان کړي مې ژړا د ساه خاته دي

د لوندو خټو دارو لږې اوبه دي

چې مدام په ځنکدن يم له آشوبه

له دې هسې زندگۍ نه توبه توبه

نشته هېڅ زما په مرگ چا لره باک

دا متل دی چې خس کم و جهان پاک

ته به شي له ملامتې د جهان خلاص

زه به شم له درد وغمه د هجران خلاص

مه شه واورېدی زما د غم قصې

ته خوشحال اوسه په ما بلا پسې

دې خبرو د شاه زړه په لمبو وسه

گرمو اوښکو د گدا، په اوبو وسه

يو د بل د پاره سوځه بل د بل

لکه سوځي په يو اور گل او بلبل

يو د بل په اور اوبه ور اچوه

بل د بل له سترگو اوښکې وچوه

هغه شاه بنده نواز کاته گدای ته

او گدا کاته له شرمه پشت پای ته

گرانېده ورباندې درد د شاه د اوښيو

چې يې توی دده دپاره کړې له کسيو

شاه وې ماته گوره ته مه وهه زړه هېڅ

له خاطره کړه بېرون د هجر پېڅ

مفصل د زړه مطلب راته ووايه

خاطر خواه عيش و طرب راته ووايه

چې ددې گړۍ په دا گړۍ روا کړم

او د بل ساعت په بل ساعت ادا کړم

ده وې خدای واحد شاهد زما په حال دی

نه پوهېږم چې مې زړه دڅه لېوال دی

چې يې مات زما په زړه کې دغم خريز دی

هېڅ مې نه زده نه پوهېږم چې څه څيز دی

چې تا نه وينم په تا پسې ملال يم

چې دې ووينم اخته په لوی کشال يم

زه خسته په دواړو توکه افگار سوځم

په انوار د ستا د مخ، که په نار سوځم

روبروی، که پس شا، اوده که ويښ شم

په هر حال په اغزو مېښ په اور راکېښ شم

په هر حال کې مې قرار و آرم نشته

ناکامي زما په بخره شوه کام نشته

بې علاجه رنځ مې بياموند زهيرېږم

که يې کړم دارو دوا لابتر ېږم

که هر څو د بېغمۍ له طوره تش دی

بارې پروت مې په خاطر کې دا خواهش دی

چې له ما سره همدمه هم قدم وی

که مې مرگ وی که می ژواک وی ستا په دم وی

کله ستا د مخ د حسن په نمر ناست وی

کله ستا د سر و قد تر سيوری ناست وی

مخ دې شمع راته ايښی په دا څير وی

پروانه يې د نظر پرې گېر و پېر وی

له خدمته يې دسپيو هم اغوش وی

له حلقې يې د لکۍ حلقه په گوش وی

په خبرو راته ابرد بهار شوی

په صدف کې مې د اوښکو گهربار شوی

په کنځلو دې رقيب ته زه نمانځلی

د نمانځلو په مطلب دې زه کنځلی

هر يو مخ چې راته پېښ شوی ستا له مخه

د رقيب راباندې مه وی پکې رخه

هېڅ نه وايم که څه وايم وايم دا

که پرې پايم که پرې مرمه وايم دا

شپه او ورځې ستا دمخ په ميو مست وی

هر ساعت ستا د جمال آفتاب پرست وی

حکم نه کوم چې دا کوه يا دا کړه

چې دې زړه هغه هوی، هغه سودا کړه

مه شه واورېدی زما د غم قصې

ته خوښې کوه په ما بلا پسې

چې معلوم و شاه ته عين پاک دامن شه

غزال زړه يې ورته لا رام و ايمن شه

وې (يې) مه کوه وسواس خاطر کړه جمع

کړه د صبر په اور بله د مراد شمع

زه به ستا د خرابۍ خبره نيسم

زر په زر به پخپل گنج کړم ناطلسم

چې بيان يې سره حال په دا منوال که

حسب و حال يې جلوه گر په قيل و قال که

د منزل په لوري شاه پا په رکاب شه

و ماهي گدای پاتې ترې بې آب شه

بيا صبا شاه خوبان غريب پرور

د گدا په سر راوخوت لکه نمر

د لاسه يې هومره ورکړه څو په ده شوه

نور له هېچا شوې نه وه چې له ده شوه

يو څو ورځې لکه مهر پی در پی

خوت په مهر دگدا په مخ مهری

چې يې ډېر رفت آمد که وربرسېر

دغه کار که د رقيب تر غوږ چا تېر

بيا يې خوله په دا حيله سره بياتي کړه

د وصال رشته يې غوڅه فساتي کړه

وې (يې) شاه قبله گاهه بهار تېر شه

تازگي د سبزۍ لاړه گلراز تېر شه

بې گلونو به وحشي د صحرا څه کړو

چراگاه شه لاله زار په بيديا څه کړو

بس کړه څر ډېر کړ و حشي په دغه فصل

آينده لره يې ونه خېژي نسل

ځه چې ځو ښهر ته خوځو ډيل دڅه دی

د صحرا تر ووسو سپی د ښهر ښه دی

په تمام جهان کې بحر دی که بر دی

هغه ځای چې ځای د ښهر دی بهتر دی

چې له مصره د يوسف مطلب حاصل شه

مدينه د محمد (ص) کور و منزل شه

چې يې ډېر ورته فسون په افسانه کا

عاقبت يې مينه دار شا په خانه کا

بيا يې اور د جدايۍ په گدا بل که

خنډو خار دبېلتانه سره څول څول که

لکه ساه هسې جدا ورځنې شاه شه

وچ کالبوت له فرياد پند لکه وچ کاه شه

مه څوک وازمېيه په جور د رقب شه

مه څوک لرې له صحبته د حبيب شه

که هر څو وصل له يار سره بهتر دی

له هغه مرگ د رقيب بهتر خوشتر دی

کوم مَين سره طالع دا هسې زور که

چې رقيب يې په ژوندونې سر په گور که

هېڅ له خدايه لرې نه دی دا کرم

که حميد کا د رقيب په مرگ خورم