غزل

غم آخر شو، د ښاد يې روزگار راغی

خوشحال خان خټک

غم آخر شو، د ښاد يې روزگار راغی

چې موسم شو دگلونو گلزار راغی

په تلوار يې تياري د سيل کاڼۍ

و بلبلو وته وايه بهار راغی

په دا هسې خاصه وخت د ښو گلونو

د مطرب د ساز آواز مې په کار راغی

دا يې واړه له خزانه، نه فرياد شي

چې گلونو ته توتي په چغار راغی

دهجران مشقت ډېر و، خدای اسان کړ

بيا مې سخ دی چې عشرت ديدار راغی

که په نورو باندې هر کله اختر وي

په ما دا زمان اختر دی چې يار راغی

لون لون کالي بيا پېري خواجه شو

چې خوشال ديار د مخ په بازار راغی