غزل

غم د ښکليو څه احساس زما جميل کړ

امیر حمزه شینواری

غم د ښکليو څه احساس زما جميل کړ

دغه عمر دی که عمر يې قليل کړم

چې په جاله ستا د زړه کې يې ځای وموند

نو مې ستا دتصور مارغه اصيل کړ

چې په مرگ مې پرورش د ژوندون وکړ

ښايسته يې راته مخ د عزرائيل کړ

امتحان خو اخيسته شي له طفلانو

ازماېښت يې په خليل، که اسماعيل کړ

شمع هره شپه بلېږي، هم پتنگ وي

وشوه بس د سوز داستان دی ډېر طويل کړ

د نظر فرعون دې پوهه کړه ای شوخه

چې ډېر نول مې هر يو کسی رود نيل کړ

دا شومي زما د بخت نه ده نور څه ده

چې بې واکه تبسم يې ستا بخيل کړ

د مېن د زړه کعبه فوځونه څه کړي

حفاظت يې ددې کور په ابابيل کړ

عاشقۍ يوه کمي ده په فطرت کې

عقله جوړ دې و حمزه ته څه دليل کړ