غزل

غنيمت گڼه گلونه، ميخوري کړه په چمن کې

خوشحال خان خټک

غنيمت گڼه گلونه، ميخوري کړه په چمن کې

چې به پس له هفتې نه وي دا گلونه په گلشن کې

غونچه چې تطاول کا، صبا دا کله باطل کا

د بلبلو کام حاصل کا دگلزار په شگفتن کې

وطن ښه دی که غمخور وي، ښه ياران دې لور په لور وي

څو چې شته که هومره نور وي لاغريب يم په وطن کې

هم ماڼې شته، هم عتاب شته، هم ترخه ، تروه ځواب شته

نه يې شمار، نه يې حساب شته، څه خوښي ده په ديدن کې

اور اوبه نه ده، نور څه ده چې په تله يا په راتله ده

په راتله په اور اوبه ده اور رابل کا په رفتنکې

که يې تل په ظلم زړه وي، که مې زړه له غمه چوي

خدای دې نه کا دا به نه وي، چې يې غوږ کړم په گفتن کې

چې بلبلې وته گورې، له آوازه ژبه ژغوري

د بلبل په آواز ښوري هومره ژبه په سوسن کې

چې جدا شي ودې مرينه، له غمونو چې خلاص شينه

څوک چې بې ياره پايينه سود يې کوم دی په زيشتن کې

که دسپي غوندې يې ولي په ورو ورو به پسې ځغلي

خوار خوشال به يې اخلي څوچې ځان لري په تن کې