غزل
غلبه د ماسوی که ښه په زور وي
امیر حمزه شینواریغلبه د ماسوی که ښه په زور وي
ضمير هغه چې غالب د زړه په شور وي
ارمانونه مې بې سره اموخته شول
ما به څه کړل بې ماشومه کور خو گور وي
چې دقام په غم خوشحال وي په دا څه شي
که په کور وي که مېشته په رنتهبور وي
آيينه خو لا ستم دی چې يې ور کړې
و هغه ته لا پخوا يې چې مخ تور وي
ستا له خويه خبر نه شوم ځکه پايم
هر انداز دې له ړومبې اندازه نور وي
نازکې د پښتنې احساس توبه ده
ورته کله چې ستا مينه هم پېغور وي
پوروړی د چا مه شه چې مؤمن وي
نه دې چرې د حمزه هم په چا پور وي