نظم
غني خان ته
عبدالباري جهانيچي په سترګو د خيام کي نشې مستي د جنون سي
چي د شپې په لړمانه کي زلزلې د سباوون سي
چي دحق د لېونتوبه د دار پړى انالحق سي
چي کوګل د ازل رېږدي ګرد راپورته د ګردون سي
چي په صف د فرشتو کي د منصور نغمه توده سي
چي مجنون پکښي ليلا سي چي ليلا پکښي مجنون سي
په ټولۍ د لېونو کي پانوس پورته پلوشې کړي
په چغار د پنجرو کي پورته ږغ د افلاطون سي
زه يې پېژنم غني دئ دا زړه ور دا ببر سرى
چي اورنګ ته قلندر دئ چي اسمان لره پښتون سي
سوال کوي له لويه خدايه ورته ولي ولي وايي
د بېلتون په تورو شپو کي د ازل په لمبه پايي
په هر حسن کي يار ګوري په هر رنګي نقاش ويني
د هر تار له سوره مست دئ هر جمال کي جلوه ستايي
لېونى دئ جام په سر دئ او بيا سر پر سجده پروت دئ
لا يې غم د وصال نسته يو تش خيال د جانان غواړي
دا بې تخته شاه جهان دئ دا ازل ته ياغي سوى
د يار ټيک لره يو څاڅکى د سپوږمۍ لکه خان غواړي
د جنت له حورو تښتي له کوثره مرور دئ
د غمګين ماښام په غېږ کي جام ګلونه ياران غواړي
له دې خپله لېونتوبه درنه ورک کفر ايمان دئ
غني ستا نه په مستۍ کي هم هستي ورکه هم ځان دئ
کله مست يې له جماله کله اوښکي يې سجدو کي
کله پښو ته د صنم ځې کله خداى درته جانان دئ
ستا قبله خپله سينه ده ستا جنون د زولنو دئ
ته په وصل کي سوځېږې ستا هجران د لېونو دئ
مرګ دي نه سي ختمولاى جام دي نه سي تشېدلاى
ستا يقين د لېونو دئ ستا ګومان د لېونو دئ
زما سينه کي دي ځالۍ ده زما د لوړو غرو عقابه
زما د شعر سومناته ستا غرور مي د سجدو دئ
چي قطرې قطرې ځان غواړې چي غلام له دنيا نه ځې
چي پخپلو وينو لامبې دا دي خوى د پښتنو دئ