نظم

غزل

عبدالباري جهاني

نن دي بيا قتل ته جوړي دواړي سترګي فتانې دي

ما د ميني تور منلى ما ټاکلي هديرې دي

دا يوازي زاهد نه دئ چي ګرېوان يې دئ څيرلى

د خامبازو له پايکوبه د ساقي لا سترګي سرې دي

پورنۍ کوڅې يې تشي سبانۍ وعدې يې نسته

ته وا خضر يې وژلى ته وا وچي يې چينې دي

شيخ دي ژاړي له دوږخه چي توبه يې په واک نه ده

زموږ قولونه له ازله تښتولي مو توبې دي

نه پېمان سي ماتولاى نه له لاري راستنېږي

هغه مينه ازلي ده دغه اوښکي پښتنې دي

جهاني په ګناه پوه دئ له سزا يې پروا نسته

دغه دار، هغه جلاد دئ، دا رسۍ هغه چړې دي

نن مي د خيال خوني تيارې دي وايه څنګه به سي

د نصيب سترګي مي ړندې دي وايه څنګه به سي

پر هغه لار چي دي وعدې د وفا ماتي کړلې

د غمازانو قافلې دي وايه څنګه به سي

د مرغلرو سوداګره مهلت پاته نه دئ

پر بڼو اوښکي مېلمني دي وايه څنګه به سي

چي په خوناب مي ستا خيالونه پکښي وروزله

هغه ماڼۍ کي زلزلې دي وايه څنګه به سي

زما له جنونه دي کوڅې له کاڼو ډکي سولې

لا د فلک سترګي کږې دي وايه څنګه به سي

ستا په محفل کي مو وعده د سوځېدو کړې وه

د قسمت پښو کي زولنې دي وايه څنګه به سي

چي جهاني يې د سجدې په تلاښ ووتلم

نن محرابونه بتخانې دي وايه څنګه به سي