نظم
غزل
عبدالباري جهانيچي دي پر مخ د تورو زلفو سلسلې پاته دي
زما هم د عمر توري ورځي سپيني شپې پاته دي
جنونه بيا مي د رنځور عقل پوښتنه وکه
لا د ازل په جېلخانو کي زولنې پاته دي
نه د فلک زړه راسړېږي نه زه ستړى سومه
لا د وختونو په کوګل کي زلزلې پاته دي
ستا له څپېړو مي رقيب د ميني شور وليدى
لا مي په زړه کي د رازونو خزانې پاته دي
موږ لېونو ته د حساب خبري مه يادوه
ستا تر دوزخ پوري پېړۍ دي دلته شپې پاته دي
ته د ګناه بڅري مينځې د پرهېز په اوښکو
زاهده پټي دي په وينو کي لمبې پاته دي
رقيبه ژر دي لا ښرا د قبلېدو نه ده
چي د ځوانۍ پر هديره مي منارې پاته دي
غمازه تل به پر دې لاره تيندکونه وهې
په دې کوڅه کي مي د پلونو خاطرې پاته دي
د جهاني شونډو ته نه راځي توبه زاهده
چي د قسمت په ميخانه کي پيمانې پاته دي
چي يې نومونه د جنون په افسانو کي ښه دي
دا لېوني تقديره ستا په زولنو کي ښه دي
دلته سرونه بېله کاڼو بل څه نه پېژني
دغه واعظ او دا کتاب په مدرسو کي ښه دي
ما لا تازه د خپل جانان سره وعدې نوي کړې
زاهده ستا حوري غلمان په جنتو کي ښه دي
منزل ته لاري د خلوت په تاريکو کي نه وي
څوک چي د حق نارې وهي په غرغړو کي ښه دي
د ښکلو سترګو له محله مستي مه تښتوه
د اوښکو څاڅکي په شلېدلو ګرېوانو کي ښه دي
محفل يې مه تاريکوه ټولۍ يې مه ورانوه
دا پتنګان د خپلي شمعي په لمبو کي ښه دي
رقيبه ستا له تعبيرونو مي خوبونه تښتي
بيده خيالونه مي ساتلي په لېمو کي ښه دي
چي د کاروان او د جرس نارې يې نه ويښوي
دا مساپر د لويو لارو په تيارو کي ښه دي
چي نه نشه دي نه خمار دي نه د زلفو اسير
د جهاني زيږه نظمونه په پښتو کي ښه دي