نظم
غزل
عبدالباري جهانيچي پرون پکښي غوغا وه نن زندان پر ماتېدو دئ
عقل کډه سو له ښاره دا لښکر د لېونو دئ
محتسب او قاضي دواړه په کوڅه کي راښکاره سول
ځئ چي ځو له دې محفله دلته خم پر تشېدو دئ
شيخه سر ته امان غواړه مات يې نه کې تصويرونه
دلته سر پر سر سودا ده دا وطن د پښتنو دئ
چي سبا تسبيح په غاړه جام په لاس ورسره ناڅي
دغه نن توبه رخصت که چي موسم په تېرېدو دئ
سترګو سر پر سر يې ګورئ د يادونو جوپې راغلې
کاسې ډکي ډکي راوړئ چي نن کور د مېلمنو دئ
مرګه ولي دي تلوار دئ لږ په ورو قدم راواخله
د ژوندون ناکاره څلي هسي هم په نړېدو دئ
زه پرهار پرهار ژړېږم ته خبري د ازل کړې
دا قلم د ماتېدو دئ، دا کاغذ د سوځېدو دئ
جهاني بخت دي بيدار سو رويبار نوى خبر راووړ
څوک پر هوښ باندي راغلي دلته ږغ د زولنو دئ
پناه ته له ناکامه توپانو راوړى يم
ملګرو دې محل ته زلزلو راوړى يم
صياد مي پر زګېروي باندي مين سو توره بخته
قفس ته مي خوږمنو غلبلو راوړى يم
قسمت مي له وزر سره اورونه دي ګنډلي
يارانو دي انګار ته زولنو راوړى يم
يوه شېبه مي پرېږده زنګوم ستړي خوبونه
ساحله تر لمني دي څپو راوړى يم
کلونه لکه اوښکي د ګرېوان پر لوري ولاړل
مرګيه نن دي غېږي ته سلګو راوړى يم
زخمي اوښکي مي نه دي د ناسور له پرهارونو
ديدن ته دي حبيبه بهانو راوړى يم
لا ولي مي په لاس کي پېمانې په کاڼو ولي
زاهده دې مقام ته خو توبو راوړى يم
سرابه جهاني دي په دام نه دى کښېوتلى
کوثر ته د نصيب هېرو وعدو راوړى يم