نظم

غزل

عبدالباري جهاني

زه لكه پرخه په لوېدلو كي چا نه وليدم

لكه نسيم په تېرېدلو كي چا نه وليدم

د ګل په غېږ كي مي يوه شپه په قسمت ليكلې

لكه شبنم په الوتلو كي چا نه وليدم

پټ له پانوسه مي رنګين كړل د ساقي لاسونه

كرار كرار په سوځېدلو كي چا نه وليدم

نه د شاعر نه د بورا سترګو ته ونڅېدم

د غرونو ګل وم غوړېدلو كي چا نه وليدم

نه تر اوربل نه تر ګرېوانه نه تر شونډو ولاړم

پر آشيانه په رژېدلو كي چا نه وليدم

خواږه خوبونه د ځوانۍ لكه سېلۍ تېرېدل

د خيال ماڼۍ وم نړېدلو كي چا نه وليدم

لكه نفس چي د عمرونو له محبسه وزي

د زولنو په ماتولو كي چا نه وليدم

لكه بېړۍ كوګل مي ډك له فريادونو وړمه

شپه د توپان وه ډوبېدلو كي چا نه وليدم

د حق نارې مي له زندانه تر يزدانه تللې

د افسانو په جوړولو كي چا نه وليدم

د جهاني په شان مي شپې كړې د يارانو سپيني

په تورو ورځو ژړېدلو كي چا نه وليدم

ستا د راتلو په انتظار كرار كرار زوړ سوم

رويباره كله به راځې په انتظار زوړ سوم

د مرغلرو سوداګرو مي تپوس ونه كړ

تر لونګينه چا يو نه وړم پر بازار زوړ سوم

ما خو ويل چي په لمبو كي تر منزله ورځم

لكه قدم پر مځكه ولوېدم پر لار زوړ سوم

د خزانونو له هيبته يې خوله خلاصه نه كړه

د ګل په تمه د غوټۍ څنګ ته پر خار زوړ سوم

يوه شېبه مي زولنو سندره غبرګه نه كړه

د لېونو سره په كلي كي هوښيار زوړ سوم

چا مي له سترګو سره دوې اوښكي ملګري نه كړې

لكه خاټول په رنګ رنګين په زړه پرهار زوړ سوم

نور مي خيالونه په خوږو نكلونو مه بيدوه

زه له شپو ستړى يم په هيله د سهار زوړ سوم

تش د دوږخ له بېري وچي شونډي نه ګرځمه

يارانو خُم لره راغلى وم خُمار زوړ سوم

د جهاني پانوس كوګله لمبې مه سپموه

لكه پتنګ په ارمانونو د انګار زوړ سوم

شېبې د انتظار دي په لېمو درته ساتو

اغزي نه دي دا لاري په بڼو درته ساتو

په شرنګ چي مو ټولۍ د غمازانو ويښه نه سي

محرم به لېونتوب د زولنو درته ساتو

ازل مو نذرانه د سوځېدو منظوره كړې

هر پل دي تر درشله په لمبو درته ساتو

چي سترګي د رقيب دي په جلوه روښاني نه سي

جانانه رباتونه په تيارو درته ساتو

ستا شپې دي وي روښاني موږ دي سوځو لكه شمعي

پېړۍ دي په پانوس كي په ګزمو درته ساتو

وعده مو له فرياد او له قسمته سره كړې

دردونه لكه ژبه د زخمو درته ساتو

يوه شپه يو راغلي بې اختياره بې خبره

شبنم غوندي مو كډي پر غونچو درته ساتو

نن جنګ ته يو راغلي جهاني ستنېده نسته

مورچل په ككريو په پښتو درته ساتو

ځوانۍ ستا پر اوږو د جنازو پر كلي راغلو

د اوښكو په ګامونو د لېمو تر كلي راغلو

هر كاڼى مو جلا له ككرۍ سره اشنا دى

په شرنګ د زولنو د لېونو پر كلي راغلو

پتنګ غوندي نصيب راته منلې وه دا لاره

محفل ته دي جانانه د لمبو پر كلي راغلو

معذور يو كه نن توان د الوتو راپكښي نسته

سوځلي ګلستان ته د اغزو پر كلي راغلو

پيدا چي درته تمه نه سي زموږ د رغېدلو

خولې د زكندن يو د سلګو پر كلي راغلو

زر ځله به سي بندي د جانان د ديدن لاري

د پرخي د لښكر غوندي د شپو پر كلي راغلو

ساحله د توپان كيسه يوه شېبه كه هېره

مړژواندي وزر ماتي د څپو پر كلي راغلو

يو ټك له سره باسو نګهبان له بدو سترګو

په چم د سپېلنيو د اورو پر كلي راغلو

له ژبي د فرياد سره مو ستونى پخلا نه كړ

د درد په شاني زړه ته د زخمو پر كلي راغلو

سجدې يې پر تندي د جهاني منظوري نه وې

زاهده له توبو د ميكدو پر كلي راغلو

په دې ټولۍ كي چي روان سي تر زندانه ورځي

اوښكو ته مه ورښيه لاري تر ګرېوانه ورځي

قاصده لاره مي پيدا كړه منت مه باروه

هره ناره چي نن وهمه تر جانانه ورځي

ما د كليم له كوره راوړله د نيل خيالونه

اوس مي په طور كي هر آواز تر لامكانه ورځي

دلته ساحل دى د څپو سندري مه شرنګوه

څوك لېوني په توره شپه كي تر توپانه ورځي

دې بلبلانو د صياد سره خپلوي كړې ده

نه يې قاصد نه يې ټولۍ تر ګلستانه ورځي

دلته سندرو په قفس كي پيوندونه كړي

دا وزر وچي خداى خبر چي تر بوستانه ورځي

ما ويل زه به پاڅوم په چيغو چيغو مړي

دلته ژوندي پر خپلو پښو تر ګورستانه ورځي

نه يې نومونه په ربات نه په منزل كي آشنا

يو څو د سيوري غوندي پلونه تر كاروانه ورځي

د اسرافيل په ږغ به پاڅي دا كاڼه غوږونه

چي د قيامت نارې له مځكي تر آسمانه ورځي

د جهاني سره كيسې د لمبو مه يادوه

چي د پتنګ وزر لري تر شبستانه ورځي

پر دې لاره به رويباره زما اشنا كله راځي

خدايه ړوند سومه په سترګو ديدن بيا كله راځي

زه په تمه د سرو مُلو د ليدلو د كاكلو

موسم بيا تېر سو د ګلو نوبت زما كله راځي

دا نصيب دى دا يې لاره ازل نه سي بدلولاى

زر اغزي پر ګل پيره دي چي بورا كله راځي

تر لاهوره مي كرلي په قدم قدم كي سترګي

قلندر يم د دې لاري چي ميرا كله راځي

زه خليل يمه نمروده څه په زړه كي در تېر نه سي

چي محل ته د سكروټو تر ليلا كله راځي

يو ځل وپوښته نسيمه د قسمت له زندانونو

وزر ماتي تر چمنه نيمه خوا كله راځي

جهاني پرون يې ياد كړې رقيبانو په پېغور كي

ويل بيا به هديرې ته د بابا كله راځي

د نيمو شپو په اوښكو مي دردونه لمبوم

تڼاكي پر لېمو وړمه مزلونه لمبوم

سجدې ته د شېريني مي تندى نه دى راوړى

يو بول مي دى وهلى كلنګونه لمبوم

د تورو زلفو تور ته دي زيندۍ په غاړه ځمه

زندان ته دي راغلى يم تورونه لمبوم

بې ږغه بې رويباره د شبنم پر اوږو راغلم

جانانه نن دي كلي كي ګلونه لمبوم

چي بيا يې له شيطانو سترګو تښتي ديدنونه

له نوم د محتسبه ګودرونه لمبوم

چي تمه زما د مرګ درته پيدا نه سي زاهده

د خضر په چينه كي مي خيالونه لمبوم

پانوسه تماشې ته د محفل نه يم راغلى

لمبې درڅخه وړمه وزرونه لمبوم

نصيبه پاكوم دي د آسمان له تورو ليكو

ازل ته ياغى سوى يم خطونه لمبوم

يو زه يم جهاني يوه ټولۍ د لېونيو

د كاڼو په مالت كي دي سرونه لمبوم

پر رقيب چي مي اختر دى له جانانه مي ګيله ده

خپل جنون په كاڼو ولم له آسمانه مي ګيله ده

د هوښيارو په ټولۍ كي نصيب ځاى نه و راكړى

زولنې نه رارسيږي له زندانه مي ګيله ده

نه ساحل ته سومه څېرمه نه له موجه سره ولاړم

د څپو سره پاتېږم له توپانه مي ګيله ده

نه د چا د پېكي يار يم نه د چا په تور سنګسار يم

نه بې لاري نه پر لار يم له خپل ځانه مي ګيله ده

اوس به څرنګه خبر سم په اسرار د لېونيو

چي له پښو مي اغزي تښتي له بيابانه مي ګيله ده

نه مي ځان موړ په ديدار كى نه مي ځان د غاړي هار كى

څه بې وخته يې سهار كى له آذانه مي ګيله ده

نه مي وخندل سبا ته نه مي غېږ وركړه بورا ته

نه شبنم مي راغى خوا ته له باغبانه مي ګيله ده

په ربات كي مي كړې سپيني ځوانيمرګي شپې د عمر

بې جرسه تر ما تېر سو له كاروانه مي ګيله ده

جهاني رنګه راځمه د سلګيو په ګامونو

زكندن مي هر نفس دى له درمانه مي ګيله ده

ساقي هوښيار يمه خُمار او مستان دواړه وينم

ستا په محفل كي غمازان او رندانه دواړه وينم

چي مي تندي كي ورلېږلې مسافري سجدې

هغه مسجد كي مي رقيب او جانان دواړه وينم

ګورئ تخمونه د ريا كري په غبرګو لاسو

نن په محراب كي خلكو شيخ او شيطان دواړه وينم

داسي به زر ځله غوسه سي لېونى محتسب

زه دي ګودر باندي امېل او ګرېوان دواړه وينم

څو به مي سترګي درلېږم د سپلنيو سره

تر سره سالو لاندي دي ټيك او پېزوان دواړه وينم

ما ته كلونه زولنې پر لمن ولي ليكي

د زلېخا په تور كي خوب او زندان دواړه وينم

مرګيه پرېږده له قسمت سره ګوندي مه كره

زه داسي ګل يم چي بهار او خزان دواړه وينم

ملګرو ږغ د قافلې دى سترګي پټي نه كئ

پر دې ربات باندي جرس او كاروان دواړه وينم

هسي په نوم د جهاني تاريكي شپې ليكلي

كنه موجونو كي ساحل او توپان دواړه وينم

دا اغزي اغزي ژوندون مي در وارى سه نذرانه سم

په كوڅو كي دي جنون سم ستا د كلي افسانه سم

هغه شپه مي پاتا اخله د پردېسو ارمانونو

چي هم دلته بېګانه يم او هم هلته بېګانه سم

چي د خيال پر اوږو درسم او يوه شېبه دي خپل كړم

په لمن كي دي جانانه لكه هار دانه دانه سم

رقيب لاري وې فرش كړي په سكروټو په اغزيو

زما په دوه مذهبه خپل سې هم پتڼ هم پروانه سم

لكه موج د دې توپانه ستا تر پښو پوري ساحل ته

د څپې په رسم درسم پر تندي سجده سجده سم

په يوه چيغه كم خلاصي زر كيسې د پرهارونو

له رقيبه اوښكي اوښكي ستا جفا ګيله ګيله سم

ته مي غېږي ته نيژدې كې زه دي ساه پر سينه وركم

په بېلتون كي لېونى وم په وصال كي شكرانه سم

جهاني رنګه درجار سم په نامه مي خبر نه سې

په محفل كي د هوښيارو كله ياد په دېوانه سم

چي تللي و د تشو پيمانو سره راځو

په اوښكو لمبېدلي له سلګو سره راځو

څه حكم د زمان څه به يې زور څه به ځنځير وي

درشل ته دي اشنا له زولنو سره راځو

سزا مو ده قبوله د خوبونو د ليدلو

كنعانه يوه ورځ د تعبيرو سره راځو

يوازي وزر ماتى له چمنه څخه ولاړم

دا زېرى مي درباندي د سېلو سره راځو

چي بيا دي تر قيامته په كوګل كي سړې نه سي

پانوسه ځان تيار كه د لمبو سره راځو

درځو چي زلزله سي د ريا پر خلوتونو

محرابه نن د شيخ له جنازو سره راځو

چي پل د رقيبانو دي په ښار كي پاته نه سي

يو زه يم يو قلم دى د ګزمو سره راځو

نن بيا لكه شبنم د جهاني سره در وزو

د شپو پر زړه اور بل كه د ډېوو سره راځو

چي دي خپور د مخ پر شمع تور اوربل سي

په وطن د پتنګانو كي اوربل سي

ستا پر لوري سجده كفر ده پوهېږم

د محراب لورى دي مخي ته مايل سي

چي درشل ته په اغزو كي درتلاى نه سي

سكروټو كي به څوك راسره مل سي

راته مه راښكاره ډلي د اغيارو

پر زمري به د ګيدړو څه يرغل سي

چي شړې مي په ټونګه د رقيبانو

عاقبت به دي غماز د مېني غل سي

هغه ورځ به مي پردېس كفن ته ژاړې

جنازه چي مي در كښته پر كابل سي

مسيحا د رغېدلو وار مي تېر دى

په دوا مي دي رنځونه يو په سل سي

جهاني د هغي شمعي د كاله دى

چي پلمه يې په پانوس كي سوځېدل سي

چي له تندي يې د نصيب توري شړلي نه دي

دا لېوني د بل وطن دي زموږ د كلي نه دي

د توري شپې پر تندي مه ګوره ړانده فالونه

چا له كنعانه تعبيرونه اورېدلي نه دي

له راز و نياز سره ډيري كيسې ستړي سولې

دې كوه طور ته لا تر اوسه څوك ختلي نه دي

په اشارو لكه قدم د لاري حال وايمه

پر دغه لاره چي څوك تللي دي راغلي نه دي

جلاد به نه وايي د توري ژبه نكل كوي

چي دې مقتل ته څوك راغلي دي وتلي نه دي

ډيري به اوښكي تر ګرېوانه پوري ورغړوي

شهيدي شناختي يې لا شمعي پېژندلي نه دي

په هر منزل كي به كفن د جهاني يادوې

لا مي پردېس خوبونه شپو ته در لېږلي نه دي

دا څه جنون دى تر منزله رغړېدل چي نه وي

دا څه منزل دى په لمبو كي رسېدل چي نه وي

زاهده خوله دي د دوږخ په كيسو ستړې كړله

دا څه خليل دى تر انګاره پوري تلل چي نه وي

پښېمانه نه يم شيخه مه رايادوه قولونه

دا څه توبه ده په زر ځله ماتېدل چي نه وي

رقيبه څه مي بېروې له تومتونو څخه

دا څه ګودر دا څه ديدن دى تورېدل چي نه وي

په تعبيرونو كي مي نه وه قسمتي تورونه

څه زلېخا ده له لمني رانيول چي نه وي

لاخو زلمى يم چي تر خُم پوري نسكور ورځمه

دا څه مستي ده پرېوتل پورته كېدل چي نه وي

دا سركښي مي له ازله په قسمت راوړې

دا څه تندى دى له سجدې ياغي كېدل چي نه وي

لمبې به ولي د پتنګ په سينه نه سولوي

دا څه پانوس دى سوځېدل او سوځول چي نه وي

د حق نامه ته جلادانو دي كوڅې نيولي

دا څه منصور دى غر غړو ته ورختل چي نه وي

جهاني ولي سياه پوش خيالونه ويني ژاړې

دا څه كعبه ده قرباني پكښي كرل چي نه وي

اور د نن يا د پرون دى د پخوا خبري نه دي

په هر شور كي يو جنون دى د ليلا خبري نه دي

د وصال په نوم ايره سي سوځېدل يوه پلمه ده

د اوږدې بقا كيسه ده د فنا خبري نه دي

د غونچو پر پاڼه، پاڼه آيينې د جانان اوري

دا راځي له كومه لوري زما او ستا خبري نه دي

په هر ګل په هره شمع هره مينه كي جانان دى

د پتنګ د سوځېدلو د بورا خبري نه دي

د محفل پر پانوس ګرځي وزرونه دي سوځيږي

د جمال جلوه بلېږي د هر چا خبري نه دي

پر خوله لاس نيسه ناصحه نن پخپله دى ساقي دى

د دوږخ سره رخصت يې د ګناه خبري نه دي

له كعبي تر سومناته د وحدت بزم كرلى

شيخه دلته نامحرم يې دا رسوا خبري نه دي

زما او ستا په نوم ختمېږي هنګامه له بله ځايه

په خلوت كي يې نوم ستايه د بېديا خبري نه دي

چي خاموشه ترانه يې نغمه سازه د سجدې ده

دا مُرلۍ د بلي خولې ده د كريشنا خبري نه دي

چي زاهد پكښي حيران دى چي كونګى پكښي لقمان دى

سرګردان پكښي آسمان دى د ملا خبري نه دي

كله يار كله اغيار سي كله هو كله انكار سي

د تيارې د سيني راز دى د رڼا خبري نه دي

دې بازار ته چي څوك راسي واك د سود او د زيان نسته

سره او سپين په خوب كي وينو د سودا خبري نه دي

چا ته اور سي جنتونه چا ته ګل سي انګارونه

الستي يې دي قولونه څه د غلا خبري نه دي

په پرېكړي سر چي خاندي لكه شمع په محفل كي

د اختيار ژبه ګونګۍ ده د رضا خبري نه دي

چي تندي مي كړلې هېري د سجدې د مځكي نښي

د مغروري ميني زور دى د ريا خبري نه دي

جهاني پاس په حجاب كي يو تصوير د لمبې وينم

دا په طور كي ننداره ده د موسى خبري نه دي

كه د ازل د خزانونو كيسه ختمه نه ده

لا پسرليه د ګلونو كيسه ختمه نه ده

ګوره چي راغلې له پردېس خزانه ستړي ستړي

د توتكيو د سېلونو كيسه ختمه نه ده

بيا به ګلونه د كوچۍ پېغلي پاپۍ مچوي

لا د كېږدېو د اورونو كيسه ختمه نه ده

د دې دښتو يې، له مستۍ سره قلم وهلى

لا د زلميو اتڼونو كيسه ختمه نه ده

بيا به په ګلو كي اغزي پلو د پېغلو نيسي

د ښكلو نجونو د ټالونو كيسه ختمه نه ده

بيا به جنډۍ پر مزارونو ځوانۍ ونڅوي

د ګل سرخ د پايكوبونو كيسه ختمه نه ده

ميني به نه ډاري له سترګو د مكار محتسب

د نيمو شپو د ديدنونو كيسه ختمه نه ده

لا به تڼاكو ته لښكري د اغزيو راځي

ستا تر درشله د مزلونو كيسه ختمه نه ده

ساحله مه پرانيزه غېږه وزګار سوي نه يو

لا د نصيب د توپانونو كيسه ختمه نه ده

لا به پوښتني ته راځي په شپه كي سل دردونه

زموږ د قسمت د پرهارونو كيسه ختمه نه ده

په هره لار كي دي پيرې د غمازانو سترګي

د تومتونو د تورونو كيسه ختمه نه ده

داسي به زر ځله نيمګړى سي د شمعي بزم

لا د محفل د ماښامونو كيسه ختمه نه ده

څوك به تاجونه خپلوي څوك به تر داره ورځي

زموږ د زندان د تعبيرونو كيسه ختمه نه ده

شپه د نشې او د خُمار په اجاره ختلې

ساقي د خُم او د جامونو كيسه ختمه نه ده

لا د مطرب ګوتو كي ويني مستي سوي نه دي

لا په شهباز كي د رنګونو كيسه ختمه نه ده

لا خو مي شيخ په شنه قبا كي نڅولى نه دى

د جهاني د غزلونو كيسه ختمه نه ده

د انتظار سترګي مي سرې وې ما دي لار څارله

د هيلو ورځي مي تيارې وې ما دي لار څارله

درته حيران مي وزرونه نذرانه ايښي وه

ستا به په كوم پانوس كي شپې وې ما دي لار څارله

ژبي ګونګۍ وې اشارو د تورو نكل كاوه

پاته نسكوري پيمانې وې ما دي لار څارله

كلونه تېر وه لارو نه وايه تصوير د پلونو

هيري د شپو څخه كيسې وې ما دي لار څارله

لكه يعقوب د كاروانو لاري مي ستړي كړلې

نصيب د مصر زولنې وې ما دي لار څارله

زما د شهيدو ارمانونو جنډۍ ونړېده

ستا پر مزار شناختي ويدې وې ما دي لار څارله

د جهاني قسمت رنځور انتظار ورسېدى

د سترګو تور مي هديرې وې ما دي لار څارله

دا شمع دا لمبې دا پتنګان سره جوړيږي

دا مى دغه ساقي او دا رندان سره جوړيږي

بېړۍ دي له ساحله تمه وشلوي يارانو

دا تندر دا آسمان او دا توپان سره جوړيږي

سنګسار يې دى د حق د لېونو په نوم ليكلى

دا كاڼي دا منصور او دا باران سره جوړيږي

تر څو مي بېروې د تورو زلفو له تورونو

دا زه دا زولنې او دا زندان سره جوړيږي

زاهد به تر قيامته د ريا پر منبر ناڅي

دا جام هغه خلوت او دا شيطان سره جوړيږي

قسمت مي د لمبو پر ګودر لاري دي ايستلي

دا پښې دغه تڼاكي دا پيمان سره جوړيږي

ما پرېږده جهاني چي پرهارونه درته ژاړم

دا اوښكي دغه سترګي دا ګرېوان سره جوړيږي

د شمعي په څېر سوځو له خپل ځانه سره ځو

كه وصل كه هجران دى له جانانه سره ځو

د ستورو په حساب دي وركي لاري د تروږميو

منزل چاته معلوم دى له آسمانه سره ځو

تش نوم د ساحل اورو يو تصوير د بېړۍ وينو

د څاڅكو په ګامونو له توپانه سره ځو

سېرابي نه كړې شونډي سل كلونو سرابونو

له چيغو سره راغلو له ارمانه سره ځو

شبنم غوندي مو لاري له ګلونو سولې وركي

د اوښكو په ځولۍ كي له ګرېوانه سره ځو

د غله ديدن شېبې يې لكه خوب هسي پناه سوې

په نيمه شپه كي راغلو له آذانه سره ځو

توښه مو په تندي كي د صنم سجدې اخيستې

احرام تړو پر لاري له مُغانه سره ځو

اغزي دي كه ګلونه تصور دى د بلبلو

په سترګو كي هستي ده له بوستانه سره ځو

زاهده په تيارو كي د تسپو ږغونه اورم

كوثر ته دي روان كړو له شيطانه سره ځو

قاصده زما سلام دى پر ټولۍ د رقيبانو

موږ داسي مېلمانه يو له مېزبانه سره ځو

آغاز دى كه انجام دى راز په سل پردو كي نغښتى

هوښيار كه لېوني يو له زندانه سره ځو

د ژوند په راز پوه نه سوو جهاني سبا به نه يو

يو څو بې نومه سيوري له كاروانه سره ځو

د تاك لاس يې پرې كړى دى جامونه نه راځي

سوځلو پسرليو ته ګلونه نه راځي

كيسه د آدم خان ده مينه ټولو ته رسوا ده

درخو ورته راوزي ربابونه نه راځي

احسان دي د مرحم او له پټيو سره يوسه

زخمونه پښتانه سوله دردونه نه راځي

چي كله به يادېږو د جنون سره ملګري

زندان ته يو راغلي ځنځيرونه نه راځي

خبر په نور څه نه يو د جلاد لاسونه سره وه

څو شپې سوې له محبسه فريادونه نه راځي

د شيخ په كتابونو كي پانوس بت پرستي سوه

د شمعي تر مزار پوري رنګونه نه راځي

د پېغلو هوسونو په مالت كي بلا ګرځي

اخته ته په نيكريزو سره لاسونه نه راځي

د چا له خولې به اورو جهاني ږغ د يارانو

كلونه دي له ښاره پيغامونه نه راځي

د تندي ليكلي توري پاكول دي بل څه نه دي

څو سجدې يې تر قدمه ورلېږل دي بل څه نه دي

هلته سرې سترګي زاهد دى دلته مسته ځواني ګرځي

چي په زور توبه ايستل دي ماتېدل دي بل څه نه دي

نه د ستورو په رڼا ځو نه جرس د كاروان اورو

لاري وركي دي تيارې دي پرزېدل دي بل څه نه دي

نه يې زېرى دى راوړى نه څېره يې ده د خپلو

دا رويبار دى اغياز نه دى تېر ايستل دي بل څه نه دي

نه د سيند غاړي ته وزي نه كوثر ته ځي دا لاري

دې سُراب كي تباهي ده وركېدل دي بل څه نه دي

نه ياران غاړه په غاړه نه ډېوې كړلې چا بلي

په محفل كي لحدونه ټوكېدل دي بل څه نه دي

د ساقي ګوتي يې پرې كړې د ميخور زاهد په توره

قصاصونه له تقديره اخيستل دي بل څه نه دي

جنازې دي چي را اوري كنډوالې دي چي ژړيږي

بې صاحبه كور لوټل دي سوځول دي بل څه نه دي

جهاني ياران يې يووړل په ډلګيو په ټوليو

څو د تورو سيوري تېر سول قتلول دي بل څه نه دي

دې سړو شپو لره كيسې د شاپېرۍ نه راځي

د ملوك ستوني ته سندري د بدرۍ نه راځي

د نامحرمو په ولات كي يې پلو نيولى

اوس تر غازي ميونده ږغ د ملالۍ نه راځي

راته د خضر پر چينه حوالې مه راكوه

زموږ د رنځور زكندن خوني ته سلګۍ نه راځي

آسمانه اوس كله د تاج دپاره سر پاته دى

موږ لېونيو پښې راوړي دي بېړۍ نه راځي

د درد په ژبه له پرهاره په خندا راوزو

تر دې محله د شهيد زخم پټۍ نه راځي

موږ خو په زر ځله سجدې پر تندي وليكلې

تر ټيټېدلو مو مغروري ككرۍ نه راځي

ستا د ريا خرقې ته ښايي جنتونه دواړه

موږ ګناهكارو ته د حورو غاړګۍ نه راځي

په دې ربات كي دي ازل درته پېړۍ ليكلي

جهاني ستا د قسمت ناوي ته ډولۍ نه راځي

كوڅې به دي خلوت سي غلبلې درڅخه وړم

د زړه د پرهارونو جنازې درڅخه وړم

كلونه مي ژړلي د ناسور د تورو ورځو

آسمانه په كچكول كي مي نن شپې در څخه وړم

پردى نه يم راغلى تر محفل پوري پانوسه

پتڼ يم په وزر كي مي لمبې درڅخه وړم

چي بيا دي له وعدو سره وانه ړوې كلونه

له سرو نازكو شونډو دي پلمې درڅه وړم

د تورو زلفو تور ته مي تندى درته راوړى

ځنځير درڅخه غواړم زولنې درڅخه وړم

نن ځو د حق په كور كي د زاهد فاتحه اخلو

منصور يمه راغلى غرغړې درڅخه وړم

په غرو كي به دي پورته نه سي ږغ د لېونيو

كلنګ مي ماتومه افسانې درڅخه وړم

چي نوم د جهاني دي له خوبونو سره هېر سي

له شپو څخه دي وزمه كيسې درڅخه وړم

ګونګى جنون مي د پردۍ ميني په تور مه نيسه

زما په محراب كي بېګانه سجدې په زور مه نيسه

ما ته نصيب د ميني قبر پېښور ټاكلى

زه قلندر يم راته لاري د لاهور مه نيسه

يوه ځواني وه لكه ګل پر څانګه ورژېده

د پسرلي په هديره كي راته كور مه نيسه

د لمر شغلې مي له وزره سره واودلې

د خيال هُماى مي د تاريكو شپو په تور مه نيسه

لكه لښكر د پتنګانو بې فرياده سوځو

موږ د مجنون د سوو چيغو په پېغور مه نيسه

اوس كه راځې د محتسب له سترګو پټه راځه

د ديدن لاري د بنګړو په شرنګ او شور مه نيسه

شپې د لېوانو د لښكر په توره څو تېروې

د مار بچى دى ورته خپل لستوڼى نور مه نيسه

په اشارو سره پوهېږو جادوګر طبيبه

لا خو هوښيار يم پرهارونو ته مي اور مه نيسه

د جهاني شپو ته لا خپل حبيب راغلى نه دى

دردونه مه راويښوه ورته ټكور مه نيسه

لكه پتڼ وزر مي وړمه د سره اور تر كلي

خالقه ژوند مي نصيب مه كړې د پېغور تر كلي

دونه لا نه يم لېونى هوښياروې مي ولي

د تندي كرښو راوستلى يم د تور تر كلي

د وصل شپې مي د هر خوب سره پيوند وهلى

د جلادانو له تېغونو بيا د ګور تر كلي

ما ته مي شناختو د شهيد پلټن كيسه كړې ده

چي ګيدړان راځي د شنه زمري د كور تر كلي

زه قلندر يم په يوه قبله باور لرمه

هره ټپه مي ځي ميرا ته د لاهور تر كلي

اوس دي تڼاكو ته پر لاري دي د مالګي غرونه

دردونه څنګه خطاباسې د ټكور تر كلي

نن جهاني په ستړو منډو رباتونه وهي

د تهمتونو سنګسارونو شور ماشور تر كلي

د عمر په خزان كي اندېښنې دي د ځوانۍ

لا ويښي مي په زړه كي ولولې دي د ځوانۍ

له شونډو توبه تښتي له تندي څخه سجدې

ساقي راته راوړي څو پيالې دي د ځوانۍ

يو پټ غوندي بڅرى تودوي ساړه رګونه

د زړه په تل كي پټي مركې دي د ځوانۍ

نن شپه مي د ازل په فيصله سوځه پانوسه

وزر كي رپېدلي سرې لمبې دي د ځوانۍ

بوډۍ ګوتي مي غواړي نوى سور له زاړه تاره

رباب ته مي راغلي ترانې دي د ځوانۍ

زندانه هتكړۍ دي د تقدير تندي ته وړم

جنون مي ماتي كړي زولنې دي د ځوانۍ

هينداري مخ دي تور سه سپين وېښته مخ ته راوړې

په زړه كي مي لا مستي ولولې دي د ځوانۍ

ساقي نن جهاني دى په نوبت كي د زلمو

خيام ورسره كړي زمزمې دي د ځوانۍ

وچي سولې اوښكي ګرېوانونو ته به څه وايو

درد راسره خپل سو پرهارونو ته به څه وايو

شپې مو په ساحل كي د څپو له وهمه وتښتي

وخت كه لېونى سو توپانونو ته به څه وايو

موږ خو نه د دار نه د سنګسار ميدان ته ووتو

اوس د رقيبانو پېغورونو ته به څه وايو

زموږ له شونډو مه غواړه زاهده د خلوت كيسه

مستي مو توبې كړې تقديرونو ته به څه وايو

ما مي په سكروټو كي خيالونه ورلېږلي وه

والوتل خوبونه تعبيرونو ته به څه وايو

دلته چي راتلو شپې مو د اور سره منلي وې

روغ دي وزرونه پانسونو ته به څه وايو

سل وعدې مو هسي د اوب پر سر كرلي وې

ووايه رويباره پيغامونو ته به څه وايو

ولي پردۍ ميني ته لېږو د جهاني غزل

كور ته د صنم ځو تصويرونو ته به څه وايو

كلونه تېر سوله كيسې د ښاره نه راوزي

زېرى به نه غواړو ګيلې له ښاره نه راوزي

نه د زړې ميني داستان دى نه د نوي كړيكه

رويبار ګونګى دى خاطرې له ښاره نه راوزي

نارې كراري دي تروږمۍ ده بلاګاني ګرځي

كوچي نكلونو ته لمبې له ښاره نه راوزي

د پتنګانو وزرونو سوځېدل هېر كړي

زموږ ماښامونو ته ډېوې له ښاره نه راوزي

په دې كوڅو كي هديرو لكه چي كور كړى دى

ښادي خو نسته غلبلې د ښاره نه راوزي

دا د عمرونو جنازه دلته چا وټومبله

ږغ د رباب او د نغمې د ښاره نه راوزي

پر ګودرونو پيره دار محتسب ودرېدى

نور د منګيو سلسلې د ښاره نه راوزي

كلابندي ده نه ورتلاى نه راوتلاى سي څوك

مېړونه چيري دي شملې د ښاره نه راوزي

ته وا خزان په مېله والو زلمو كوډي كړي

سيل د ګلونو ته خېمې د ښاره نه راوزي

جهاني نور دي د مستۍ خريدار مه لټوه

موږ لېونو ته زولنې د ښاره نه راوزي

خدايه چي بيا به كله اورو كوچانۍ سندري

د جګو غرونو شنو لمنو غرڅنۍ سندري

په شپه كي ګرځي محتسب د بلاګانو سره

اوس د مطرب ستوني كي نسته پرونۍ سندري

له بې هنرو ګوتو پورته سي بې سوره نغمې

لكه پاتا ته وي راغلي پخوانۍ سندري

د غرو لمنو كي اغزيو پيرې وكرلې

له كوچۍ پېغلي سره نه ځي د كېږدۍ سندري

اوس به د چا منتر ته ناڅي سره او ژړ ګلونه

شپونكى چي نه سي ږغولاى له شپېلۍ سندري

د شپې شيطان د ديدنونو ماښام وتوراوه

اوس د ګودر پر لوري نه راځي زلمۍ سندري

خالقه سترګي د رقيب مي سپلني كې ورته

چا له نظره كړې د ښكليو د مستۍ سندري

نه له كلا نه له ګودر نه له كېږديه راځي

كوچي نكلونه د آدم او درخانۍ سندري

كلونه كېږي له زندانه اواز نه راوزي

پر زولنو يې دي ليكلي لېونۍ سندري

جهاني څه ويل رويبار، په ماته ماته ژبه

نن د جانان په ښار كي ګډي دي پردۍ سندري

كله راځې پر دغه لاره تاته نه وايمه

د زړه خبره ده اغياره تا ته نه وايمه

څوك تر سنګساره پر تندي باندي تورونه كري

نامرده مه تښته له داره تا ته نه وايمه

څه كړېدل څه بلېدل څه تږي تږي اوښكي

څه سوځېدل وه تر سهاره تا ته نه وايمه

زه لكه اوښكه زر كيسې پر ګونګۍ ژبه وړمه

راز مي رسوا نه كړې اغياره تا ته نه وايمه

زما په تندي كي فال ختلى د جانان د ليدو

پر كمه تړه ځم تر ياره تا ته نه وايمه

له تعبيرونو مي د پلونو نښي وشمېرلې

تر جنازې كه تر مزاره تا ته نه وايمه

وايي كوڅې يې د رقيب له كاڼو تشي كړلې

زېرى راځي له كندهاره تا ته نه وايمه

د جهاني له شپو يې وشړل پردېس خوبونه

نن يې خبر راغى له ښاره تا ته نه وايمه

خيال او تصوير يې له كوګل څخه شړمه ځمه

پر هديره باندي يې شمعي لګومه ځمه

نور پر يوسف د تعبيرونو كچكول نه ګرځوم

د زړه ځولۍ مي له خوبونو تشومه ځمه

ما ته قسمت او د نصيب زولنې مه يادوه

د ازل نښي په تندي كي ورانومه ځمه

نه پروانه يم نه خبر يم په مذهب د شمعي

بله لمبه يې په پانوس كي سړومه ځمه

نه هنرمند يم نه د رنګ په كور كي زړه ايږدمه

په لاس ايستلي تصويرونه سوځومه ځمه

چي مي په زړه كي د سجدې او ګناه زڼى سوځي

هغه منتر او كوډګر دواړه ويښومه ځمه

چي مي يوه شېبه په خوښه ګرځېدلاى نه سي

يوه ياغي چيغه آسمان ته ورلېږمه ځمه

نه له رقيب سره غليم نه يې د وينو تږى

نه د رويبار سره د زړه خواله لرمه ځمه

نه افسانې شيرينومه د فرهاد په كيسو

نه كلنګونه پر تندي باندي ليكمه ځمه

نه جهاني د چا له ميني سره زړه تړلى

نه له جانان سره پيمان تازه كومه ځمه

خيال دي مېلمه و هنګامه يې له مشامه نه ځي

د زلفو بوى دي د خيالونو له ماښامه نه ځي

د زلفو تور ته يې د خيال دانه ور ننه ايسته

بلبل په خلاصو وزرونو اوس له دامه نه ځي

چا له آسمانه په محراب كي ورته ځاى ټاكلى

كنه هندو ولي له ملكه د اسلامه نه ځي

پر پښتنه مينه مي ولي باروې تورونه

په سره سالو كي راختلې ده له بامه نه ځي

څه د يوې ميني كيسه نه ده چي ختمه به سي

دا له ازل سره پيل سوې ناتمامه نه ځي

دلته محرم دي په نقاب كي سجدې مه راوله

له دې خلوته حجابونه تر مقامه نه ځي

زاهده پلار دي د تيارې په ارمان ګور ته تللى

د دې رندانو د محفل شمعي له شامه نه ځي

تل به ژوندۍ وي د منصور د اناالحق سندري

چي ستا د ميني تور يې واخيستى بې نامه نه ځي

ملګرو نن پير مُغان پسله سلامه ويل

آغاز يې مه بولئ هغه چي تر انجامه نه ځي

د كساتونو په انګار كي لمبې مه سړوه

توره چي ووته له تېكي بيا نهامه نه ځي

جهاني څه جادوګري دي په كلام كړې ده

شرنګ د غزلو دي له سيمي د باګرامه نه ځي

په لويه لار كي ناست يم تصويرونه جوړوم

د مرګ له سوداګر سره فالونه جوړوم

امېل د مرغلرو د بېلتون په شپه درنيسه

د اوښكو په دانو كي دي خيالونه جوړوم

دا څو ورځي جنون دى راپېرزو يې كه آسمانه

تندي ته مي نصيبه كلنګونه جوړوم

چي ستا كعبې ته نه ځي نن د پښو دپاره ځمه

د عمر په محبس كي ځنځيرونه جوړوم

يوازي چي مي ستا څېره تندي وي پېژندلې

د خيال په سومنات كي محرابونه جوړوم

تړم دي په اغزيو په لمبو د كوڅې لاري

رقيب ته مي د غشيو رباتونه جوړوم

زګېروى چي مي اختر نه سي پر كور د غليمانو

دننه په كوګل كي فريادونه جوړوم

چي وړي مي جهاني يوه شېبه د يار كوڅې ته

د ټول عمر په بيه دوه خوبونه جوړوم

كيسې ګونګۍ دي وايي ژبي غوڅېدلې پرون

د شپې له زړه شهيدي ويني تويېدلې پرون

په خونبها پسي وتلي وې قاتلي سترګي

څو لېونۍ بې سترګو توري چلېدلې پرون

هره كيسه يې لكه زخم له دردونو ډكه

د قاصد شونډو كي خبري ژړېدلې پرون

په سرو لاسو يې جنازه د هابيل پورته كړله

خوني قابيل پر لحد اوښكي تويولې پرون

لا خو يې ساه له زكندنه جلا سوې نه ده

له هغه كور څخه نرۍ ساندي راتللې پرون

خود به مغول نن د خټك پر قبر سيورى كوي

چي د اغيارو مركې مو رابللې پرون

بېشكه سره ده لېونۍ لمن په خپلو وينو

له خپل استينه مو پردۍ چړې وتلې پرون

جهاني تا چي يې پلو كي ميوندونه ليدل

هغه ملالي دي سرتوري ګرځېدلې پرون

كلونه كيږي له دې ښاره كيسو كوچ كړى دى

د آدم خان له شهبازونو درخو كوچ كړى دى

په هغه دښت كي د مجنون غرغړې وچي سولې

د لېونيو له مزلونو اغزو كوچ كړى دى

نه په محفل كي بلېدل نه سوځېدل يادېږي

د پتنګانو له مذهبه لمبو كوچ كړى دى

څنګه به ستون سي له خزانه تورېدلى بلبل

چي له چمنه د ګېډيو وږمو كوچ كړى دى

اوس يې شرنګى د نيمو شپو سندري نه تخنوي

له سپينو لېچو سرو لاسونو بنګړو كوچ كړى دى

د زلېخا مينه د چا لمني نه توروي

اوس له خوبونو د يوسف قافلو كوچ كړى دى

د تور جادو افسون وهلي دي د غرو لمني

نن د شپېلۍ له منترونو نغمو كوچ كړى دى

جهاني څوك به پر لنډيو غزلونه ليكي

چي له ګودر څخه د پېغلو نارو كوچ كړى دى

بيا يې په محفل كي نن له پام څخه لوېدلي يو

ګوره د ساقي تر نظر څنګه ورغلي يو

هره شېبه موږ ته زنداني خوبونه مه راوړه

شرنګ د زولنو ته له كنعان څخه راغلي يو

نن دي عبرتونه له هوښيارو سره وخاندي

موږ د لېونيو په اتڼ ور كښېوتلي يو

پل چي مو د پله پر سر ايږدې رقيبه پښه نيسه

موږ چي له ازل څخه راغلي يو ښاغلي يو

مه راځه ساحله چيري موږ چيري دا ستا سكون

موږ يې سمندر ته د توپان په شپه لېږلي يو

نور مو تماشه كوي كه خپله ننداره كوو

پوه نه سوو شبنم غوندي يې څو شېبې بللي يو

هره ورځ د ستورو په حساب لمبې په خوله كي وړو

موږ له خپلي ژبي لكه شمعي سوځېدلي يو

موږ خو بې اختياره د نعمت پر خوان ور پرېوتو

ګوره چي سخي كور به لا څو ورځي منلي يو

پرېږده جهاني له دې وزره د پرواز تمه

غشي د نصيب چي پر شهپر باندي ويشتلي يو

لا به تر څو وينو ملګرو دا د غم خوبونه

د جنازو سره ملګري د ماتم خوبونه

ځئ له آسمانه سره يوه كو دا زړه خبره

يا دي اختيار وي يا دي ځغلوي قلم خوبونه

نور به پخپله د خوبونو تعبيرونه كوو

پردي لا ولي ګوري موږ ته سم نا سم خوبونه

بوډي آسمان ته نوري مه نيسئ د خير لمني

په دې كږه ملا يې د ډيرو كړل برهم خوبونه

پير مُغان ويله خپلي آيينې سپيني كړئ

كنه حرام دي د سكندر او جام جم خوبونه

يوه منزل ته نه رسيږي بېلي بېلي كوڅې

دې سرابونو ډيرو وخوړل د يم خوبونه

نن د شيطان په لمسه غاړه د هابيل غوڅوي

سبا به ويني ويني ژاړئ د ستم خوبونه

جهاني نور نو د قسمت په خوښه نه يو روان

راويښوو په لويه لار كي هر قدم خوبونه

يو څو رنځوري شپې دي په لېمو يې زنګوو

شېبې د انتظار دي په كلو يې تېروو

دا ښار د نازولو دى چا درد نه دى ليدلى

تر څو به په زګېروي ورته زخمونه ويښوو

كلونه د سبا د جنګ په هيله خاوري كيږي

نن وزو له توپان سره خبره سپينوو

عمرونه له مطرب سره بې سوره نغمې ژاړي

ساقي په دې رباب كي نوى شرنګ پيدا كوو

چي ستا سره ښخېږي د هغې ګناه په ګوتو

قسمته له تندي څخه سجدې دي پاكوو

راپرېږده د ساقي سپينو لاسو كي سره شراب

واعظه ته رخصت يې موږ اورونه قبلوو

چي لوېږي مي زلمى ساقي په غېږ كي له مستۍ

جنت زاهده ستا سو موږ خمونه تشوو

ځوانۍ چي ګمراه نه كئ د خلوت په تاريكو كي

دا شپې راڅخه تښتي ځو توبې به ماتوو

هستي مو جهاني د عزراييل په غېږ كي غواړه

مستي لا په سلګيو كي د سره پاڅوو

پياله نيمه دي ولوېږي نظر په ماتوم

نن داسي مستي غواړمه ساغر په ماتوم

ژړ مخى به در نه سم په كوڅه كي لېونتوبه

څو كاڼي مي راوړي دي خپل سر په ماتوم

چي تمه د پرواز مي پاته نه سي په سينه كي

په غشيو كي در الوزم وزر په ماتوم

ستا شپې ته مي جانانه سره لمبه په خوله كي راوړه

د شمعي په څېر ژبه ده منتر په ماتوم

كه سيورى غوندي ورك يم له تروږمۍ سره پر لارو

معلوم په هر قدم يمه سفر په ماتوم

شهيدي كربلا ته په جنګ نه يم در وتلى

غازي زور مي راوړى دى لښكر په ماتوم

شېبې د انتظار دي تر لحده پوري وړمه

دا شپه مي سبا نه كې زه سحر په ماتوم

نفس د زكندن يمه په ستوني كي ګنډلى

يو جام د اجل غواړمه كوثر په ماتوم

قسمته نن په خپله خوښه ستا له غېږي ځمه

قلم پر تندي كاږمه دفتر په ماتوم

په نوم د جهاني چي دي ليكلي دي آسمانه

توپان درڅخه غواړم سمندر په ماتوم

نور به له رقيب سره د كور خبري نه كوو

ويني به سړې كو د پېغور خبري نه كوو

څله د پرديو د خوښۍ دپاره وسوځو

نور به وزر وساتو د اور خبري نه كوو

ولي خپلي څانګي د جنون تېشې ته ونيسو

ځان چي تربور سوى دى د زور خبري نه كوو

ځئ چي د قسمت پر تندي خپلي كرښي وليكو

پرېږدئ له قاتل سره د ورور خبري نه كوو

ډېر مو له فرياده د رقيب كيسې شريني سوې

درد غوندي به پټ وزو د شور خبري نه كوو

زموږ لا په شهپر كي د آسمان خوبونه پاته دي

مرګه ځوانيمرګه لا د ګور خبري نه كوو

نن به جهاني بې وزرونو پروازونه وي

پرخه غوندي الوزو د لور خبري نه كوو

لكه ماشوم چي بې هدفه په رڼا پسي ځي

داسي مي زړه له واكه تللى دى په تا پسي ځي

د زلفو تور دي د سپين مخ پر ډېوه مه غوړوه

د حُسن غله دي په تروږميو كي په غلا پسي ځي

نن خو جانانه د تقدير لاره يوه غوندي ده

چي هر قدم پورته كوم هغه په تا پسي ځي

لېوني ډېر دي كاڼو ډيري ككرۍ ويشتلي

مينه يوه ده هره چيغه په ليلا پسي ځي

وېشونه پټ دي هنګامه له بله ځايه څخه

تش د نومونو سلسله په ما او تا پسي ځي

تصوير بدل دى د پردې تر شا خبري نوري

ساقي محراب ته شيخ روان دى په مينا پسي ځي

ظالمه ولي غوڅوې د انځورګرو ګوتي

په آيينه كي تصوير نسته په هر چا پسي ځي

رنځور نصيب مي د زخمونو ژبه ګونګه كړله

ګوره تر كومه به مي درد په مسيحا پسي ځي

د اخترونو د پاتا كمبله مه ټولوئ

نن په نكريزو سره لاسونه په دعا پسي ځي

ماشوم رقيب ته د كرم په نظر نه ګوري څوك

د لېوه زوى دى عاقبت به په بابا پسي ځي

جهاني مه بوله ساحل ته لامبوزن لاسونه

د دې ياغي مالت وګړي په بلا پسي ځي

لكه د سيند اوبه په عمر كي بهېږي ورځي

د حُبابونو په څېر سر پر سر ماتېږي ورځي

بوډى زمان پر ګوتو وايي د پېړيو تسپې

د ځوانۍ مخ ته مي په هره شپه تېرېږي ورځي

لكه وږمه چي د خزان ور رسېدلې نه وي

لا مي د هيلو باغ كي وار په وار غوړېږي ورځي

هغه سبا چي د ژوندون په وينو نه اوبېږي

لا ورته ولي په هر نن كي هوسېږي ورځي

چي مي په وچ كوګل كي غواړي شرنګا شرنګ د نغمو

خبري نه دي پر تابوت باندي بوڼېږي ورځي

په دې ناپايه هنګامه كي بې حسابه پلونه

د هر قدم سره ښخېږي پناه كېږي ورځي

موږ لېونو له روڼو شپو سره پيوند كړى دى

تر دې محفله هره شپه راځي سوځېږي ورځي

لا به تر څو وي جهاني د الوتو په تمه

چي ګام په ګام له زولنو سره پاتېږي ورځي

آسمانه په نصيب راته تيارې مه راوله

دا عمر مي دي ستا وي نوري شپې مه راوله

د لمر له تصوره چي مي ويښ نه كې خوبونه

د خيال تر شيش محله مي سايې مه راوله

د پلونو په حساب دي وعدې ماتي كړې ظالمي

بس پوه يمه تر شونډو دي پلمې مه راوله

د ژوند هره شېبه مي ده سكروټو ازميېلې

نن شپه مي تر وزر پوري لمبې مه راوله

ځواني مي لكه شمع ستا تر پښو په اوښكو راوړه

دا يو تندى راپاته دى سجدې مه راوله

خزانه د غونچې په څېر مي مخ درته نيولى

پښتو ده ارادې ته مي ګزمې مه راوله

ازل مي وزرونه په قفس كي دي ليكلي

جنون ته مي قسمته زولنې مه راوله

يوه ناره د حق راته خالق منظوره كړې

د چيغي تر مقامه غرغړې مه راوله

مستي يې نيښتېځلې ده چپاو د رقيبانو

محفل ته دي ساقي تشي پيالې مه راوله

نن سوځم جهاني رنګه بې نومه بې فرياده

كلنګ ته مي شيريني افسانې مه راوله

مه وايه قاصده چي بهار خزان وهلى دى

سېل مي د بلبلو له چمنه كوچېدلى دى

يار مي د اغيار په خوله لښكر د زاغ بللى دى

شور يې د رباب له تش كوګل څخه ايستلى دى

زه په دې سراب كي د قسمت په حكم ګرځمه

ما ته مي منزل دانو د اوښكو راښودلى دى

زه لا د څپو غېږي ته نوى ور وتلى يم

مه راځه ساحله ما توپان كله ليدلى دى

كله زما تر سپينه لمن تور د زلېخا راځي

ما تعبير د ميني په كنعان كي ازمېيلى دى

څو به راته لولې د فردوس د ميخانو كيسې

ما له دې كوثره لا پخوا نصيب شړلى دى

هره شېبه اورمه جرس د كوچ نارې وهي

كور مي د حُباب له آشيانې سره ټاكلى دى

مه لېږه تقدير مي د سكندر په آيينه پسې

فال مي د قسمت په خپل اورغوي كي كتلى دى

نن لكه غني په تعبيرونو پسي ورك يمه

سر مي د جانان پر زنګانه په خوب ليدلى دى

چيري جهاني چيري ديدن چيري د يار كوڅه

زما يې د لحد سره پردېس كفن ليكلى دى

څنګه دعا ته پورته كيږي دا خيرن لاسونه

دا د ګنا په تار پېيلي كرغېړن لاسونه

كلونه كېږي د ړندو وګړو ښار ته ورځي

د ملايكو په جامو كي مختورن لاسونه

نن به شهيدي جنډۍ چا ته ويني ويني ژاړي

تر خپل كميس چي مو راوزي د دښمن لاسونه

تر هديرو به جنازې په اوښكو څوك چلوي

چر تر ژونديو غاړو تاو دي د كفن لاسونه

موږ يې په تمه توري شپې د ځوانۍ سپيني كړلې

نن پر هغه كوثر پيره دي اهريمن لاسونه

اوس د يارانو له مستيه نه لړزېږي مځكه

غوڅ كړي غورځي پر ميدان د انجمن لاسونه

نور له پردېسو شونډو مه غواړئ زخمي سندري

چي يې تر ستوني غځولي زكندن لاسونه

دې قتلګاه ته هره ورځ راځي پرې كړي ژبي

هغه قاتل دى څوك يې نه ږدي پر لمن لاسونه

نور له منګيو سره سرې منګولي نه راوزي

اوس له تڼاكو سره ژاړي د وطن لاسونه

پښې تر منزله جهاني لا رسېدلي نه وې

چي په تيارو كي سول تر سترګو قبركن لاسونه

چي بې اختياره يو راغلي بې اختياره به ځو

يارانو نن وي كه سبا پر دغه لاره به ځو

ديدن وړيا دى خزانې د زمانې پر اوږو

لكه راغلي وو تش لاسي له بازاره به ځو

په دې هينداره كي چا مخ د ځان ليدلى نه دى

هم بېخبره له خپل ځان هم له اغياره به ځو

كيسه نيمګړې لا جانان ته رسېدلې نه ده

لكه تصوير په ګونګه ژبه له دې ښاره به ځو

ګوره چي ځان دى، كه صنم، كه بې اختياره چيغي

لكه منصور په پردۍ مينه كي تر داره به ځو

دې نغمه زار كي سور او تال د پېژندلو نه دى

د تار پر ولي شرنګېدلي يو تر تاره به ځو

څه به له اوښكو سره سرې سترګي تر مرګه وينو

د خپل ازل جنازه نيسو تر مزاره به ځو

نه مو په ژبه نه زګېرويو سره وپېژندل

شونډي ګنډلي په اغزيو بې رويباره به ځو

دلته د غم په شپه خوښي له مرګه وزېږېده

د دې ماتم كيسه اوږده ده تر سهاره به ځو

دلته مزلونه جهاني لكه تڼاكي چوي

ژوند د دردونو افسانه ده تر پرهاره به ځو

نن بيا لكه خوبونه نيمو شپو لره درځو

بې وخته مېلمانه يو پښتنو لره درځو

د عقل په كتاب مو حساب كله برابر دى

بېشكه لېوني يو چي جرګو لره درځو

بلا كلونه كېږي چي بې سره تنې ګرځي

درځو د سرو لاسونو نندارو لره درځو

رويبار كيسې راوړي دي له رازه خبر نه يو

د څو پرېكړو ژبو اورېدو لره درځو

چي شخول مو لېوني كي بندېوان او زندانونه

لاسونه مو راوړي زولنو لره درځو

خبر يو چي خزان د غوټۍ تخم رژولى

سينې مو په خارونو سولېدو لره درځو

قاصد وايي مطرب او ساقي دواړه قصاصېږي

د څو محرمو اوښكو تويېدو لره درځو

پوهېږو جهاني چي دا تيارې نه رڼا كېږي

په لار كي دي جانانه سوځېدو لره درځو

نسيم هغه دى د جانان د كور خبر نه لري

په ګرېوانونو كي د چا اوښكي اثر نه لري

كيسې د شمعي له محفله سره ښخي سولې

د پتنګانو په ټولۍ كي څوك وزر نه لري

اوس ديدنونه د خوبونو په محل كي غواړه

زموږ په ګودر كي پېغلي نسته مازيګر نه لري

دلته كه شونډي لندوئ ملګرو نه به راځئ

په دې روژې پسي روژه راځي اختر نه لري

واعظ ګونګى دى شيخ لمنه د خيرات نيولې

د دې جومات حجرې ډېري دي منبر نه لري

څه بې سالاره قافله څه بې هدفه مزل

په دې تيارو كي لاري بندي دي رهبر نه لري

چا له آسمانه جادوګر ته معجزه راوړې

ملكونه نيسي وطن لاندي كي لښكر نه لري

نه د قدم نه د رباب پته يې ولګېده

تنو له پښو سره خپلوۍ كړي دي سر نه لري

لكه شيطان چي د تروږمۍ تخمونه وشيندله

زموږ له آسمان څخه نور كډه وكړه لمر نه لري

جهاني ځو چېرته به څرك د ډېوې ولګوو

دا وطن شپو اجاره كړى دى سحر نه لري

زړه مي ويل چي تعبيرونه به ناكام تېرېږي

په دې آغاز كي تصويرونه د انجام تېرېږي

د شپو له غېږي يې لمبې او ډېوې وشړلې

خدايه چي څه به د كيږديو پر ماښام تېرېږي

په ديدنونو د سنګسار پابندي ولګېده

په دې مالت كي د ګودر پېغلي په پام تېرېږي

د وصل شپې يې لكه خوب له روڼو سترګو ځغلي

لكه كلونه د ځوانۍ په يوه ګام تېرېږي

پردېس دردونه ويدومه د درمل په تمه

له هر نسيم سره يادونه د باګرام تېرېږي

زاهده ولي دي له سرو سترګو بڅري غورځي

د تاك وږمه ده په كوڅه كي د خيام تېرېږي

شيخ تر حجاب لاندي په غلا په غټو سترګو ګوري

لكه چي بيا يې بوى د ښكليو تر مشام تېرېږي

جهاني نن پير مُغان خلكو ته ښه ويله

څوك چي د بل په سايه ځي هغه بدنام تېرېږي

زه درته راغلم د قدم نښي دي وې ته نه وې

د ښار پر شونډو دي سندري ګرځېدې ته نه وې

په كور، په كلي، په محل كي بس يوه كيسه وه

په هر محفل كي لكه شمع بلېدې ته نه وې

لكه له غېږي د ماشوم څخه الوتې كيسه

د خاطرو پر پاڼه پاڼه اورېدې ته نه وې

خداى دي كرلى و د سترګو په محل كي تصوير

په هره اوښكه كي له ورايه ځلېدې ته نه وې

د سرو لمبو له كروندو څخه دي كوچ كړى و

په هر پانوس هره مينا كي سوځېدې ته نه وې

د ربابونو په كوګل كي دي آواز كرلى

په هر شهباز هره نغمه كي شرنګېدې ته نه وې

څه هنګامه دي د بلبلو په سهار ګډه كړه

لكه نسيم د ګل پر سيمه تېرېدې ته نه وې

د جهاني د خيال وطن دي په يرغل نيولى

هره غزل، هره مصرع كي مي راتلې ته وې

يوه ورځ به دا جهان وي نه به ته يې نه به زه يم

هم به مځكه هم آسمان وي نه به ته يې نه به زه يم

سپين لاسونه د ساقي به ګرځوي پيالې د مُلو

سره جمع به ياران وي نه به ته يې نه به زه يم

د پانوس لمبې به سوځي بې فرياده وزرونه

بل محفل نور به رندان وي نه به ته يې نه به زه يم

تور لښكر به د اغيارو څوك په تور د ميني وژني

بل منصور بل به ايمان وي نه به ته يې نه به زه يم

د باطل نمرود به اور وي د حق چيغي شورماشور وي

څوك خليل به ور روان وي نه به ته يې نه به زه يم

لا چښي به په خلوت كي غلي غلي شرابونه

رياكار به زاهدان وي نه به ته يې نه به زه يم

څوك به ناڅي څوك به خاندي څوك به مات وي تر غم لاندي

هم ساحل هم به توپان وي نه به ته يې نه به زه يم

بازاري ميني به پلوري اشارې د بورو سترګو

ګناهكار به عاشقان وي نه به ته يې نه به زه يم

له شهبازه به را اوري جهاني ستا غزلونه

ستا د ميني به داستان وي نه به ته يې نه به زه يم

چي يې جرس د سباوون را ويښولاى نه سي

هغه ړانده له شبستانه راوتلاى نه سي

سوالګري سترګي له كچكوله سره مه ګرځوئ

له شنه آسمانه د كرم تمه كېدلاى نه سي

شپه ده څپې دي د ګودر او ساحل لاري وركي

په تشو چيغو دا توپان كرارېدلاى نه سي

لا به تر څو د اميدونو سره ځان غولوو

هغه حُباب دى تر منزله رسېدلاى نه سي

چي په خوبونو كي لا ځان او جانان دواړه ويني

له هغه ستوني د منصور ناره وتلاى نه سي

چي غرونه غرونه د قسمت كيسې شېريني نه كي

په كلنګونو په تندي كي نوم ليكلاى نه سي

هغه به ولي د رندانو تر محفله ورځي

چي لكه شمع خپلو اوښكو ته خندلاى نه سي

هغه لېمه جهاني څرنګه صنم پېژني

چي منترونه د هيندارو ماتولاى نه سي

اوښكي تر ګرېوانه په تلو ستړي سوې

ساندي تر آسمانه په تلو ستړي سوې

ولي د فلك تر غوږه نه ورځي

چيغي تر يزدانه په تلو ستړي سوې

ورځي مو لمبو ته چي ساتلي وې

نن تر ګلستانه په تلو ستړي سوې

ړنګي ترانې په زړو زخمي زخمي

ستا تر شبستانه په تلو ستړي سوې

څونه ككرۍ وې خبر نه سوه څوك

توري تر ميدانه په تلو ستړي سوې

نه ډكېږي ولي لا ځولۍ د مرګ

پښې تر ګورستانه په تلو ستړي سوې

ورځي سرابي كلونو وخوړې

شپې مي تر جانانه په تلو ستړي سوې

كله به د عمر بېړۍ ماتي سي

شمعي تر زندانه په تلو ستړي سوې

كوم سفر ليكلى جهاني نصيب

كډي تر كاروانه په تلو ستړي سوې

تياره خلوت كي ړندې سترګي جهان څه پېژني

شيخ د مستانو په محفل كي رندان څه پېژني

شرنګ د ځنځير او زولنو يې تر غوږ مه تېروه

دا له جنونه بې نصيبه زندان څه پېژني

لا به سجدې د جلادانو په درشل كي كوي

د دې مالت وګړي خپل قاتلان څه پېژني

ساحل ته مه راوړه د موج او نهنګانو كيسې

دا نازولي به څپې او توپان څه پېژني

نه يې سيلۍ نه چپاوونه د خزان ليدلي

كوچى مرغه دى دا به زموږ ګلستان څه پېژني

د كوچي حُسن هنګامه له خياله وتښتېده

پردى وطن دى دلته شونډي پېزوان څه پېژني

په واك يې نه ده چي بلبل پردۍ سندري وايي

په پنجرو كي وزر وچي آسمان څه پېژني

پر ككرۍ باندي لمبې وړي چي وزر سوځوي

دوږخي شمع د پانوس پتنګان څه پېژني

ډېري به ستړي كې كيسې د ژړېدلو وينو

د دې بېدرده خلكو سترګي ګرېوان څه پېژني

جهاني مه بوله سجدې ته نامحرم سرونه

مين چي نه وي نو قبله د جانان څه پېژني

ستا سره سبا نوم د يار كله سته

زېرى دي پر خوله د رويبار كله سته

څوك به درته غوږ نيسي ناصحه نن

زموږ په ښاريه كي وزګار كله سته

واك مو الستي وعدو تړلى دى

نور مو په اختيار كي انكار كله سته

غاړي د زګېروي تېغونو غوڅي كړې

اوس په دې وطن كي بيمار كله سته

مينه وه ياغي سوله رسوا سوله

مه څېړه رازونه اسرار كله سته

هېري زمانې شهيدي ويني كړې

ليري كه دا شمع مزار كله سته

پوه سومه پردى سوې خو په زړه كي مي

مينه بې له تا د اغيار كله سته

واخله نذرانه د جهاني جنون

بل دي زولنو ته تيار كله سته

شپې ته مي د هجر سبا نه راځي

خولې ته مي خبره اشنا نه راځي

دومره پوهېدلى يم نصيبه نن

ولاړه مروره پخلا نه راځي

پرېږده له آسمانه د ډېوې تمه

شپه سوه په دې ښار كي رڼا نه راځي

څه وايي د ژوند د مسافرو لار

تېر ورباندي پلونه سول بيا نه راځي

مينه د مجنون سره سنګسار سوله

نور د نكل شپې ته ليلا نه راځي

خوشي دي اغزي كړي د قسمت لمن

دې كاغذي ګل ته بورا نه راځي

مه ماتوه نور د جهاني غرور

بيا درته سبا او بېګاه نه راځي

د پردۍ ميني په تهمت كي چي رسوا را نه سې

د غمازانو په جرګه كي تر ليلا رانه سې

ستا د وزر لمبې يې نه دي په كوګل كي بلي

پتنګه نور چي پر پانوس باندي شيدا رانه سې

ستا د قسمت پرخه يې توى كړه د اغزو پر كلي

بلبله بيا چي شنه آسمان ته په ژړا رانه سې

د چا يې ژبي غوڅي كړي دي څوك سر نه لري

د حق له نوم سره منصور غوندي تنها رانه سې

دلته تور بختو له تيارو سره عادت نيولى

د ړندو ښار ته له ډېوې سره بينا رانه سې

زما پسرليه د خزانه پر كور دي واړوله

زه پوهېدم چي پر دې لار به بيرته بيا رانه سې

چي په تندي كي مي خطونه د سجدې لټوي

ځه مرور ګرځه نصيبه چي پخلا رانه سې

جهاني لاري د دېوانو پر كوڅو تللي دي

د شاپېريو تر وطنه په رڼا رانه سې

رويبار پس له عمرونو له سلام سره راځي

قاصد مي ورلېږلى له پيغام سره راځي

تيارې مي رڼا كيږي ورا د اوښكو راته وايي

ډېوې ته مي د وصل له ماښام سره راځي

په شپو د انتظار كي زېرى اورم د خيالونو

پر زړه باندي را اوري د الهام سره راځي

ساقي تر مينو شانو د كوثر اوبه راوړي

خُمار كلونه تېر سوله له جامه سره راځي

زاهد په دريو طلاقو له توبې څخه بېل سوى

محفل ته د رندانو له كلام سره راځي

په سپينه ورځ روان دى د مُغان د پير پر لوري

كعبه يې خطا كړې له احرام سره راځي

له شيخ، له محتسبه، له قاضي دي لاري وركي

په ډله تر محرابه د خيام سره راځي

راووزه جهاني د عمر شپې دي سبا سوي

ناكامه چي وتلي وه له كام سره راځي

په دې محفل كي ساقي نسته چي رندان تږي دي

د خُم له څنګه وچي شونډي حريفان تږي دي

نور د غوټۍ د سپړېدلو تمه وزمولېده

اور د خارونو د زخمونو بوراګان تږي دي

د دې ساحل په نصيب نه دي د سكون خوبونه

چي سمندر كي لا موجونه د توپان تږي دي

د ديدنونو جنازې پر ګودر ښخي سولې

كلونه كيږي پېغلي شونډي د پېزوان تږي دي

د درخانۍ اوښكو ته نه ژاړي د شپې نكلونه

رباب ته نه ورځي نغمې د آدم خان تږي دي

د حُسن ښار دي د پردي هندو يرغل نيولى

دا محرابونه بلال غواړي د آذان تږي دي

د زلېخا په تور مي ونيسه معصوم خيالونه

چي د خوبونو تعبيرونه د زندان تږي دي

جهاني لاري د پردېسو اوښكو مه بندوه

زموږ په وطن كي خړي مځكي د باران تږي دي

ربابه ولي دي له پامه د نغمو پرېوتم

ته وا تر مرګه له نوبته د پيالو پرېوتم

رنځوري سترګي له پردېس ديدنه تږي درومي

د زكندن غوندي له شونډو د سلګو پرېوتم

بې سره تن به مي د چا له تېغه څنګه ځغلي

لكه لمبه و خپلو پښو ته په ورو، ورو پرېوتم

څوك لېوني نور په زندان كي درته پاته نه دي

زه مسته چيغه يم له شرنګ د زولنو پرېوتم

جانانه مينه له غروره سره نه جوړېږي

يوه سجده يم له آسمانه دي پر پښو پرېوتم

نه په راتلو كي مي اختيار و نه په تللو خبر

لكه شبنم پر پاڼه پاڼه د غونچو پرېوتم

څوك به مي څه پوښتي په قبر كي چي څوك وم پخوا

د نا اشنا وګړي پل وم په تيارو پرېوتم

لا مي تندي ته جهاني مځكه ميندلې نه ده

په دې معبد كي له ازله تر قرنو پرېوتم

نه يې ګرم طبيبه لا رنځونه چي يې پاته دي

وارى د نصيب دى پرهارونه چي يې پاته دي

وخته له اغياره پټ په غوږ كي راته ووايه

هغه لاروي څه سوله پلونه چي يې پاته دي

ډېر به كلنګونه د زمان پر تندي وليكي

دلته يو فرهاد و داستانونه چي يې پاته دي

نه لمبې د شمعي نه محفل كي راته ښكاري څوك

سر پر سر سوځلي وزرونه چي يې پاته دي

ګوره چي د چا د خوب تعبير به سم ختلى وي

دلته لېوني وه ځنځيرونه چي يې پاته دي

ټوله شپه د ښار له سترګو ويني بهېدلي دي

توري چلېدلي دي سرونه چي يې پاته دي

كوم ربات به وپوښتو د تلليو له كيسو څخه

هغه سيالان څه سول محلونه چي يې پاته دي

تللى به يم، غواړې به مي، ژاړې به او وايې به

هغه شاعر چيري دى شعرونه چي يې پاته دي

ښه وايي فالونه جهاني د لاس خطونه دي

سېل راځي د ښكليو ګودرونه چي يې پاته دي

ما ته به نه وايې چي مه راځه اشنا درځمه

زه لكه زېرى ناخبره دي پر خوا درځمه

غازي فطرت مي د رقيب له تورو مه بېروه

زه د شهيدو ارمانو پر كربلا درځمه

د يزيد غشي به مي څو د پلونو نښي ولي

ما د حُسين جامې اغوستي دي تنها درځمه

جانانه پښو ته دي يوه شېبه سجده لګوم

يوه څپه يم تر ساحله خامخا درځمه

د تاريكيو له تومته دي تور مخي ځغلي

تور پر تندي تازه كومه په سبا درځمه

كبر غرور مي جهاني رنګه ځنځير ته در وړم

كچكول په غاړه ګرځوم لكه ګدا درځمه

"اوربل يې ما په خوب كي پرېشان ليدلى دى"

قسمت مي د يارانو دغه شان ليدلى دى

په تور د انتخاب له جنتونو آدم باسي

د عرش په كنګرو كي مي شيطان ليدلى دى

ټولۍ د قابيلانو د هابيل پر وطن ګرځي

دې خلكو ته په قهر مي آسمان ليدلى دى

د نوح په تدبيرونو چي يې زړونه نرم نه سول

په برخه د دې مځكي مي توپان ليدلى دى

ازل مي پر لمبو د وصل لاره ده ليكلې

خليل يم په انګار كي مي يزدان ليدلى دى

د خپلو له شامته د كنعان كوهي ته لوېږو

تعبير مي د خوبونو بندېوان ليدلى دى

د عمر په سينا كي هر قدم د صنم كور دى

د طور په سره لمبه كي مي مُغان ليدلى دى

سنګسار ته يې راوړي دي له بل وطنه كاڼي

ما چيغو د منصور لره ميدان ليدلى دى

نصيبه له دې موجه خلاصېده لكه چي نسته

دا ليك مي پر تندي د جاله وان ليدلى دى

ترڅو به مي رقيب راته د سيوري په نوم ښيې

لښكر مي په وطن كي د جانان ليدلى دى

راځه جهاني ويښ كړو د الفت په ناره زړونه

له ليري مي يو سيورى د كاروان ليدلى دى

خدايه د سترګو د ويالو مي په ګرېوان كي شپه ده

د فريادونو مي د اوښكو په توپان كي شپه ده

د خيال هُماى ته مي لا ولي جوړوې تورونه

زما د پرواز د قلندر په لامكان كي شپه ده

نن مي د عقل زولنې تر نظر مه تېروه

زما د جنون د افسانې په نيستان كي شپه ده

محتسب شمع د شهباز په ګناه ونيوله

چي د رندانو د محفل په شبستان كي شپه ده

له كوم پرهاره مي پوښتې د زمانې طبيبه

زما د نصيب يې د هر غشي په نښان كي شپه ده

لكه شبنم درڅخه الوزم سبا به نه يم

نن مي د عمر د قسمت په ګلستان كي شپه ده

نه مي نسيم نه مي سبا پر ژبه زېرى لري

د هر ګل بوټي هر ګلاب مي په خزانه كي شپه ده

د جهاني قلم ته نه ځي د مستۍ سندري

د هر غزل يې د زخمونو په دېوان كي شپه ده

د دې وطن په نصيب نه دي رسېدلي خلك

چي يې ميندلي دي په كاڼو يې ويشتلي خلك

د ړندو ښار دى له ډېوې سره خپلوي نه لري

د سترګورو ډلي ډلي دي وتلي خلك

د هر وګړي په څېره كي بلاګاني ويني

دلته هيندارو ته لا نه دي درېدلي خلك

نه يې د زخم نه د درد په علاج پوه سو طبيب

پرون له ساندو سره ووتل راغلي خلك

چي افسانې يې د پېړۍ پر لېمه شپې زنګوي

د سنګسارونو تر ميدانه ځي ښاغلي خلك

تر شنه آسمانه ګيله مني چيغي مه استوه

داسي يې ډېر د بل په تور دلته وژلي خلك

دلته چي راغلې نو د رحم تمه مه ترې كوه

د دې قصاب تېغونو ويني ژړولي خلك

جهاني تمه د مردۍ د لېونتوب كيسه ده

په هر ولات كي چي ښاغلي وي ناولي خلك

له تورو شپو مي د سرو اوښكو رڼا وتښتېده

خدايه تر سترګو مي راغلې ژړا وتښتېده

لكه چي سترګي تر قدمه نذرانې نه مني

رويباره څنګه دي له شونډو خندا وتښتېده

زه په ورغوي كي تقدير د غونچو نه لټوم

زما له تڼاكو غوړېدلې بېديا وتښتېده

اوس به مي څنګه له پرهار سره خواله كومه

دردونه يو په يو راتلل په سلا وتښتېده

نور د خيالونو تر مزاره شمعي نه راولي

هغه چي شپې يې سپينولې بېګاه وتښتېده

هغې له نازه ما له شرمه وركتلاى نه سو

چي مروره سوه ستنه كه پخلا وتښتېده

د جهاني له تور قسمته رڼا نه راوزي

د شپو له خوني مي جلوه د سبا وتښتېده

كشكي ستا د تورو زلفو اسير نه واى

په نصيب مي رسېدلى شبګير نه واى

څه به پروت واى بېګناه په زندانو كي

كه مي تور د زلېخا دامنګير نه واى

شپو مي ولي زولنې وړلې په پښو كي

كه په برخه مي د ستورو تعبير نه واى

ما لمبو ته ځان ساتلى و درتلمه

كه قسمت مي له ازله ځنځير نه واى

ستا تر خاله به مي ولي سجدې وړلې

كه په كفر كي نارې د تكبير نه واى

لا يې ولي افسانې په وينو سرې دي

د شېريني د جنون كه تاْثير نه واى

ما به سترګي نذرانه ديدن ته وړلې

كه جانان مي د غماز په جاګير نه واى

جهاني به دي ملنګ واى په محراب كي

ملا جانه كه خيرن دي ضمير نه واى

نن د قسمت په سيالي بيا راوزو

لكه هينداري بې ريا راوزو

د ژوند پر لور لكه ماشومي سترګي

د اوښكو ډكي په خندا راوزو

اوس ملاجان سوځېدل كفر ګڼي

د محفل شمعي ته په غلا راوزو

دا بېدردان دي زګېروى نه خوښوي

د زخم خولې ته نيمه خوا راوزو

دوى به معذور وي چي ډېوې نه ويني

موږ د ړندو ښار ته بينا راوزو

چي د منصور څېره په كاڼو ولي

نن د آسمان جنګ ته تنها راوزو

جهاني نن به د شبنم په قدم

د نصيب كور ته پر هوا راوزو

ستا لمبو چي ازميېلى ښه دى زه يم

په دې اور كي چي سوځلى ښه دى زه يم

هركلي ته چي يې كاڼي ځي په ډلو

په دې ښار كي چي ښاغلى ښه دى زه يم

چي آسمان يې د منصور په دود رقيب وي

چي د دار سر ته ختلى ښه دى زه يم

د شبنم په څېر مي بار پر اوږو نه وي

يوه شپه چي ژوند منلى ښه دى زه يم

په نوبت كي جهاني در نه هېر نه سي

بورو سترګو چي وژلى ښه دى زه يم

زموږ يې د خيال په تنسته كي دي اودلي ويني

ځكه مو اوښكو ته له سرو سترګو راغلي ويني

درته به څو د يوې شپې د خونرېز نكل كوو

پر دې واټونو داسي ډيري بهېدلي ويني

هسي آسمان ته د باران لمني مه ګرځوئ

ړانده نصيب درته په برخه دي ليكلي ويني

د كوثرونو سرابونه راته مه ځلوه

زموږ په تندي كي د ازل باغوان ليكلي ويني

اوس چي راغلي يو د رحم تمه مه ترې كوئ

د دې قصاب تېغونو ډيري دي ليدلي ويني

اوس يې دردونه د انار غوندي خندانه وزي

د دې زخمونو په كوګل كي ايشېدلي ويني

هلته جلاد له عزراييل سره خپلوي كړې ده

د هغه ښار په هره خونه كي پاشلي ويني

جهاني څنګه مو رقيب له دې قبلې ګرځوي

په هر منزل كي مو تڼاكي ژړېدلي ويني

د خپل پرهار تازه كولو ته له ځانه مه ځه

د اوښكو سېله بېهوده مي ترګرېوانه مه ځه

پر دغه لاره چي څوك تللي دي راغلي نه دي

فرياده غمر به دي لنډ سي تر آسمانه مه ځه

هري هينداري له جانان څخه تصوير راوړى

په لڅو پښو د كوه طور تر لامكانه مه ځه

هغه پانوس ته بې لحده قسمتونه ورځي

كه دي وزر درباندي ګران دى تر جانانه مه ځه

هغه حساب له بې حسابو سره نه جوړېږي

د هوښيارانو خلوتونو ته نادانه مه ځه

تا ته يو څاڅكى د ازل او د اجل كيسه ده

لكه حُباب ځان پړسولى تر توپانه مه ځه

له خپلي ميني بېګانه كومه ليلا لټوې

پردي جنون ته پر تڼاكو تر بيابانه مه ځه

د شنه آسمان پر سينه طلسم د هستۍ كرلى

لكه شبنم دا يوه شپه تر ګلستانه مه ځه

ستا له شپېلۍ څخه زګېروى د جهاني اورمه

نغمې چي هر وطن ته وړې نو بې له ما نه مه ځه

يوه ورځ به مرور جانان پخلا سي

د سلګيو زكندن ته به مي راسي

هره شپه چي د بېلتون په زګېروي پايم

دا رنځوري اوږدې شپې به مي سبا سي

بيا به ناڅي د رويبار پر شونډو زېرى

د قسمت په شپه خوبونه به ريشتيا سي

له سينې به مي رخصت واخلي دردونه

هره ساه به مي دارو د مسيحا سي

په كوڅه كي به يې نه وي د پلو نښي

د رقيب سيورى به شپو ته ور په شا سي

محتسب به د تيارو په كور كي ښخ وي

د رندانو د محفل شپې به رڼا سي

د خُم څنګ ته به دانه دانه ماتېږي

د توبې او د روژې هډ به روا سي

د زاهد او د واعظ پر لحدونو

د رباب د شرنګا شرنګ دور به بيا سي

جهاني به يې د هر شهباز آغاز وي

په نغمو كي به يې نوى سور پيدا سي