نظم

غزل

عبدالباري جهاني

آسمانه بيا لکه چي نوي افسانې جوړوې

چي سر پر سر مي پرهارونه پر سينې جوړوې

که دي مجنون د تورو زلفو رابللى نه يم

وايه حلقه پر حلقه چا ته زولنې جوړوې

خوني منګول دي شاهدي د فيصلې ورکوي

د غمازانو په خوله ولي بهانې جوړوې

شيخه آخر به سي رسوا د ميفروش پورونه

تر څو به پټي په خلوت کي ميخانې جوړوې

در څخه ورکي دي ساقي زما د ازل فيصلي

چي د اغيار دپاره ډکي پيمانې جوړوې

اوښکي يې ستا له بې فرياده سوځېدلو نه دي

پتنګه ولي په لمبو کي آشيانې جوړوې

له هر قدمه سره ښخ دي فريادي عرضونه

جنونه څو لا په دې لار کي هديرې جوړوې

د جهاني رنځوري شپې د ختمېدلو نه دي

طبيبه ولي رقيبانو ته پلمې جوړوې