نظم
غزل
عبدالباري جهانيدا ډېر کاږه کاته به دي ايمان لره بلا سي
زاهده هسي نه چي خلوتونو ته دي شاه سي
پرون دي له محرابه پښې پر بله خوا کږې سوې
بېرېږم دې کوڅه کي دي لمونځونه نيمه خوا سي
نيمګړي اشارې دي شيخه سر به سره ساتو
جنون مي ياغي نه کې کنه چيغي به رسوا سي
سکون دئ که توپان دئ عقل نه ويني په سترګو
منزل يې معجزه ده چي مجنون پکښي ليلا سي
مستي ده لېونتوب دئ صُراحي راسره څرخي
معذور يم که له لاسه مي پياله نيمه خطا سي
بېګاه مي سوځېدو ته غلې غلې ژړېدلې
لمبه خاموشه نه کې چي هستي به مي تالا سي
ګرېوانه لا يې غواړې د سوالګرو اوښکي لپي
د سترګو په کچکول کي مي د تمي ځاى پيدا سي
منظور سو جهاني د لېونيو په ټولۍ کي
نصيبه له زندانه به دي نن پورته غوغا سي