نظم
غزل
عبدالباري جهانيرنځور قسمت مي ويښي شپې راوړي
راته رويبار نوي پلمې راوړي
آسمانه وګوره پخلا سو نصيب
نن مي کوڅې ته ميخانې راوړي
رويباره سترګو دي کيسې وکړلې
څوک مي کوثر ته جنازې راوړي
مرګيه پټي که نامردي سترګي
ژوند ته حُباب کي پيمانې راوړي
جنون د شپې جېلخانې ماتي کړلې
د عقل کور ته زولنې راوړي
کاروان د اوښکو سمندر ته درومي
د غاړي هار ته دي دانې راوړي
چي مي پر قبر مينوشۍ ته راځي
د صبر درخته مي مېوې راوړي
د جهاني توبه منظوره سوله
ساقي خمونه شکرانې راوړي
زاهده تا مي د تقوى په نوم نشې ماتي کړې
ما دي د حورو د خوبونو سلسلې ماتي کړې
ته د دوزخ له وهمه غلى کرۍ شپه ژړېدې
ما د کوثر په مستو هيلو کي پيالې ماتي کړې
ته يې له قهره له خلوته راوتلاى نه سې
ما د کرم په طمع زر ځله توبې ماتي کړې
تا خير و شر ته د حساب هتکړۍ واخستلې
ما د جنون په نوم د عقل زولنې ماتي کړې
ته په سجده کي لړزېدلې د حساب له وېري
ما بې حسابه دروازې د ميخانې ماتي کړې
څوک يې د ميني له زندانه غرغړې ته وزي
چا يې د قهر له هيبته پنجرې ماتي کړې
چا د يوې جلوې په مينه ځوانۍ نذر کړلې
چا په تصوير کي له نقاش سره وعدې ماتي کړې
د جهاني محفل ته مه راوړه اغزني کيسې
موږ لېونيو په اورونو کي لمبې ماتي کړې