نظم
غزل
عبدالباري جهانيساقي داسي مستي غواړم چي توبه مي په توبو سي
چي مي عقل لېونى سي چي احساس په غلبلو سي
رانه هيري څو لحظې که د دنيا وراني وداني
رانه پټي څو شېبې که د زاهد سترګي شيطاني
ـ داسي اور مي په رګو کي چي مي وينه په نارو سي
ساقي جار دي تر لاسو سم درواري دي سم جامونه
سر پر سر يې راته راوړه نن يې هېر که نوبتونه
ـ د خيام کوڅې ته ځمه چي دوزخ په اجارو سي
نن له هر څه بېګانه يم نن له رنګه راجلا يم
منصوري مستۍ اخيستى هم مجنون يم هم ليلا يم
ـ تر هغو به دا مستي وي چي وى وى د زولنو سي
مرګه پرېږده ستا خبري ما لا نوې لار پيدا کړه
ما د هوښ نيمګړې برخه له جنون سره سودا کړه
ـ جهاني ته مهلت ورکه چي مېلمه د پنجرو سي