نظم

ګيله من اشنا ته

عبدالباري جهاني

زړه ته راتېره ګيله منه اشنا

ستا له خوږو خوږو ګيلو وګرځم

ستا له سپېڅلو اسوېليو قربان

ستا له ويرجنو ترانو وګرځم

ستا د "اورونو او وېرونو" بهير

زه سوځولی ژړولی يمه

ستا د تودو ويرجنو چيغو آواز

له درانه خوبه پاڅولی يمه

ته باوري يې چي دا سرې ويني به

نن که سبا وي چېرته رنګ راوړي

د آزادۍ د ناوي لاس به سره کا

د مستۍ بزم به په شرنګ راوړي

ما د هلمند سره د حال په ژبه

کيسې د فتحي د جشنونو کړي

ما يې ليدلي دي ياغي خوبونه

ما سلسلې د تعبيرونو کړي

ته وايې مه غواړئ له ما نه مستي

ژوندی جهان دئ توپانو ځپلی

ستا څخه هېر دي د پايزېب شرنګهار

وحشي لښکرو دي کورګی وهلی

ما له پخوا دا خزاني قافلې

د خپل ژوندون پر منزل واړولې

هېر مي کړل ټوله د ځوانۍ يادونه

هيلي مي هم ټولي ناښادي سولې

زه يو ناکامه نابلده سفر

د پردو غېږي ته راوړی يمه

دلته پوښتنه د دردونو نسته

زه بې درديو ګونګی کړی يمه

زما د احساس په تال کي ورکي نغمې

د دې محفل د اورېدلو نه دي

زما د ګونګۍ ژبي خاموشي چيغي

دلته د چا د پوهېدلو نه دي

دلته يوې ريښتوني کړيکي سره

د تزويرونو جهان وخوځېږي

چا به لا سترګي رپولي نه وي

دلته زرګوني اوښکي وبهېږي

زه يو پردېس يو نااميده شاعر

زما اسوېلي د اورېدلو نه دي

زه د نصيب ښکاري ويشتلی مرغه

نور مي وزر د الوتلو نه دي

زما د خيالونو نړۍ ونړېده

نه جهاني نه يې جهان پاته دئ

زما د آرزو پسرلی ورژېدی

نه يې نسيم نه يې باغوان پاته دئ