غزل

گل کرم اغزي ترې زېږي

خوشحال خان خټک

گل کرم اغزي ترې زېږي

نوش دارو مې زهر کېږي

چې مې څراغ په اوبو بل و

اوس په تېلو نه بلېږي

که يې مخ وي، که يې شا وي

په خپل بخت هر څوک پوهېږي

هره ورځ که سل غمونه

له جهانه را رسېږي

زما زړه په دا ډاډمن دی

غم، ښادي واړه تېرېږي

هم خزان هم به پسرلی وي

چې اسمان په سر څرخېږي

زما اوښکې گرمې نه دي

که سېلاب غوندې بهېږي

په حضور ديدن يې ويني

طاهر خان ځنې بېلېږي

اوس خو اور په خوشال بل شو

بيا به څه رنگه سړېږي