څلوريزه

گنج د ځوانۍ تر چل و پنج دی

خوشحال خان خټک

گنج د ځوانۍ تر چل و پنج دی

بهتر دسيم و زر ترگنج دی

ځوان په افلاس کې د ځوانۍ خوښ وي

زوړ که بادشاه وي زړه يې ترې رنج دی