نظم

گوزران کول د شاهد عزيز سره او مال دولت د عزيز ورکول و شاهد او بېل ځای سازول

عبدالحمید مومند

ښه دی بد نه دی دا طور ددې دور

چې په جور پسې کا البته غور

نه يک لخته په چا ظلم کا، نه داد کا

کله هغه، کله دا په خپل معتاد کا

چې عزيز د دلارام له رمه رام شو

په هوس سره يې مات د غم احرام شو

چې همای باندې د بخت سايه افگن شو

غم اباد يې مقرر د يار مسکن شو

چې همای باندې دبخت سايه گستر شو

داميد لعل يې روشن په خاکستر شو

وې يې شکر دی قادره برکماله

په کرم سره د خوږو زړو دسماله

چې اخر مې دې د بخت له غم خوارۍ

گډ په سترگو کې رانجه کړ دخوارۍ

غم آباد مې د مسکن د زړه آرام کړ

رميده آهو دې بيا و ماته رام کړ

رڼا کړی هغې شمعې زما کور دی

چې يې پورې د سپوږمۍ په حسن پور دی

که مې څوک بختور بولي نن يې درنگ دی

چې دا هسې مې نر حور نيولی څنگ دی

نن مې هسې آب و تاب د انجمن دی

چې خجل ترې د ارم باغ و چمن دی

پس له دې گفتگوی بالقوه چارې

له عزيزه شوې بالفعل رادو څارې

که يې سيم وو که يې زرکه دُر گوهر وو

که يې نقد که يې جنس که څه ديگر وو

تمامي يې له مخزنه رابرسېر کړه

په هديه يې تر نظره ديار تېر کړه

بيا يې سر کېښو په پښو د گل بدن

تېره تېغ د قتل ايښی په گردن

وې يې واخله دا مې سر دغه مې مال دی

چې مې يښې شکرانه ستا دجمال دی

ما هم زده چې دا په سر په مال خبرې

نهايت له لايقته دي ستا لرې

که دې ځای کړم ځان جهان واړه تر سره

په دا خپسر عذر نه لرم دلبره

نور مې هېڅ نه شته په کور کې د هستۍ

خدای خبر دی، بې راستۍ بې درستۍ

که هر څو ده واقعي بې ادبي دا

ته قبوله کړه زما دا غريبي دا

آيينې ته ستا د مخ په نور څه نه وي

بويه يو موټی ايرې تحفه دسوي

که مې سر په تنه پورې که جدا دی

زما لاس ځنې ختلی ستا دی ستا دی

که مې دا بساط په زړه شي مسلم ستا

د نورچا نه دی، زما دی سر ، قدم ستا

زه د ستا شوم ته زما شوې دا تمام

پکې مه راوړه بل حرف ناتمام

که مدام راسره بخت دا هسې يار وي

چې مې يار راسره يار، غلی اغيار وي

په دا باب دې وي زما شکرداري

هزار ځله په درگاه د پاک باري

بارې نه شي دا اميد زما له بخته

چې يک لخته کا اسانه زما سخته

په څو ځل يې په دا رنگ تر دې پخوا

له کمره ده وهلې زما خوا

همېشه دا ناروا په ما روا کا

له مينه مې په نيمه خوا جدا کا

سر و پای راته فلک واغوست په نور

که يې بيا زما په وينو نه که سور

زه پوهېږم څرباوه شم په دا شين

لکه پسه حلالولو لره عين

همېشه راته په ښه کې رسي بده

مگر دا ځله مې خدای کړه بلا رده

چې شاهد ته د عزيز صدق معلوم شو

سنگين زړه يې په لمبه د مهر موم شو

په پېشکش باندې يې لاس د قبول کېښو

څو يې زړه هومره يې واخست نور يې پرېښو

دغه پسه يې يوځای جنت نشان

هغه حور لره تيار کړ په ښه شان

آيينه غوندې صفا په صفوت

کله زړه هسې گوښه گوښه خلوت

لکه گنج هسې پنهم له بېگانه وو

منور په دم قدم د يگانه وو

کړی هر نفس نگار په دلبرۍ

ځانه ځان جلوه ښېوه د ښاپېرۍ

له آرامه يې ارم خوړلی رم و

د ښايست په آب و تاب جنت حرم و

لا چې حسن د شاهد شو پکې شمع

زياتې لا زېب وزينت شو پکې جمع

له څور کسو محرمانو سره دله

هلته واخسته عزيز د راز بدله

توره شپه به يې په عيش ورځ کوله

سپينه ورځ به يې په آه ورېځ کوله

په دنيا کې يې روزي حور و قصور شو

بر طرف يې له خاطره هر قصور شو

راشه وگوره ساقي زما خلوت نن

منور د يار په مخ لکه جنت نن

راکړه می ډکه کونډۍ پټ له اغياره

چې په خواب اوده فتنه نه شي بيداره