غزل
گرم خو نه يم که ارمان کوم لا ژاړم
خوشحال خان خټکگرم خو نه يم که ارمان کوم لا ژاړم
د باغ گل مې غوړېده، زه ځنې لاړم
بل بادشاه نشته، اورنگ مې عدل نه کا
که سبا بېگا يې تل په دربار ناړم
د طلب غړي مې لاندې شول تر غرونو
هغه ورک ياران په کومو غړيو غواړم
د هېواد ياران مې هر زمان يادېږي
چې يې مخ په خوب کې ووينم ووياړم
چې قاصد د يار د خولې کتابت راوړي
څو يې لوند په اوښکو نه کړم، نه يې نغاړم
زه خوشال په خپل قسمت پورې حيران يم
چې په چېرته گرځېدم، په چېرته لاړم