نظم
ګړوبه کلا
عبدالباري جهانيپه لويه لار کي د شېلې تر څنګه
ګړوبه کلا د تورو خونو سره
د زمانې د سېلابونو شاهد
د شوړېدلو دېوالونو سره
دا له پخوا څخه هېر سوی کورګی
د ورکو مينو داستانونه لري
دا د مستۍ دا د خمار دنياګۍ
څه ناويلي شان رازونه لري
د پيمانې د څنډي مات توکري
د ګناهونو خاطرې يادوي
تياره کونجونه يې د رمز په ژبه
اوس هم سينه کي ولولې پاروي
د دې کلا په هره خونه کي به
سپيني سيني چا لڅي کړي نه وي
د وحشي ميني په بېرحمه حملو
به يې غاښونه پر کښېکښلي نه وي
دلته به هم څه غټو بورو سترګو
د چا له سره عقل وړی نه وي
نازکو ګرمو پستو شونډو به هم
زړه او کوګل ورسوځولی نه وي
د اوښتو را اوښتو زګېروی
د چا احساس لېونی کړی نه وي؟
د لېوني هوس بې صبره پنجو
د چا ګرېوان هم ورڅيرلی نه وي
دلته به هم تاوده پاسته ورنونه
د چا په غېږ کي لوبېدلی نه وي؟
سپوږمۍ به هم په غلي غلي راتلو
د خلکو پټي لڅي کړي نه وي؟
د شهوتي توپان بدمسته څپو
د چا سينه طغياني کړې نه ده؟
د غلا کتني بېرندوکې مينه
يو وار ناڅاپه ياغي سوې نه ده؟
د ځوانۍ بنګ د ساقي سپينو لاسو
له لاري هم څوک اړولي نه دي؟
چا چي خبري د ګناه کولې
دوی په کټ کټ باندي خندلي نه دي؟
پر بيدو شونډو د مچکو چپاو
څوک له خواږه خوبه ايستلي نه دي؟
د خوبه ډکي بېرېدلي سترګي
د هوس غېږي ته ورغلي نه دي؟
د دې کلا له هري ړنګي سره
د چا بېباکه هوسونه ښخ دي
د ويلي سويو سوځېدلو شمعو
په شاهدۍ باندي عشقونه ښخ دي
دې کنډواله کي ګناهونه کېدل
د ثوابونو ځنځيرونه شلېدل
څو د جهانه بې خبرو مستو
د حسن ښار ته تاړاکونه ور وړل
شېله هغسي لا باډاسکي وهي
تندر هغسي لا غړومبېږي ورته
د هېرو سويو لحدونو تر څنګ
لاله هغسي زرغونېږي ورته
خو له کلا څخه نغمې نه راځي
د پټي ميني زمزمې نه راځي