غزل
گوره راته څه وايي دا ستا دواړه چشمان
خوشحال خان خټکگوره راته څه وايي دا ستا دواړه چشمان
نور عالم نور ښکار کا، مونږ د دين او د ايمان
مري، چې لينده ويني کارگه ستا دا خال د وروځيو
ناست دی تور کارگه، په څو په موټي د کمان
راغله په خندا، خندا، وړه، وړه پوښتنه
چا ورته ويل دا په رقيب نه کړم گومان
ورټې، ورټې اوښکې تل ساړه ساړه آهونه
ستا په درد و غم کې زه هم دا لرم سامان
نوره پېشکشي را څخه نشته په فراق کې
يار لره به ورکړم دُر د سترگو په دامان
يو زمان مې نه ځي هغه يار د زړه له سره
څه شي که يې زه په زړه ياد نه يم يو زمان
پاتې يم له خپله ياره لرې لا ژوندی يم
خداېږو په دا خپل ژوندون هر گوره يم پښېمان
بيا به يې لا کله د بهار په سپوږمۍ درېغه
و نيسم په لاس کې تورې زلفې، ډېر ارمان
خوښ اوسه خوشاله! د خپل يار په درد و غم کې
درد د يار د مينې لا بهتر دی تر درمان