غزل
حب د دنيا څه دی، سر د کل واړه بديو
خوشحال خان خټکحب د دنيا څه دی، سر د کل واړه بديو
بده ژبه بېل کا، تا له خپلو له پرديو
هر چې غل، کاسير دی، له هغو سره مل مه شه
مل د غلو کاسيرو په شماره دي هم د ديو
هر چې بد شومت دی، خپل شومت ورلره بس دی
تل به باندې تاخت وي د خپل فعل د غديو
يو نشته په زر کې چې يې خوی د آدمزاد وي
هر چېرته چې گورې خلک سر شول په بديو
خاندي په دا دور لېوني په هوښيارانو
پېچمې، مسخرې کا بې خبر په بخرديو
د شهۍ زلفو مختولو!
سر هوا پرېشانو طولو!
چې يې لافې هر سړی کا
عشق اسان نه دی فضولو!
زما راز مو په ملک خور کړ
ای زما اوښکو پدولو!
په کوڅه کې د دلبرو
حساب نشته د مقتولو
تاسو مه شوای سره ټولې
گوښې گوښې دزړه نولو!
دا خبرې چې خوشال زده
نه دي دا د نامعقولو