غزل
حسنه چې ته نه اوړې د عشق له احتسابه
امیر حمزه شینواریحسنه چې ته نه اوړې د عشق له احتسابه
نه ثابتېدی خو په دې نه شې بې نصابه
هر کله زما سترگې چې نه وي د تا سترگې
هر څه هر څه ماته حقيقت شي له سرابه
سوال که زما څه هم لا جوابه و، پوهېږم
جار دې له جوابه چې دې زه کړم لاجوابه
کله خو به شي ورته راپام د هغو سترگو
گوره چې ته سوړ نه شې زما د زړه کبابه
ماته ښه يادېږي چې اشنا مې وليدلی
اوس دي رانه هېر چې په حجاب که بې حجابه
مه تښته د اور دمحبت نه چې اکسير شې
مړ شه چې ژوندی شي ای زما د زړه سيمابه
ما د خوب تعبير پخوا له خوبه په خوب وليد
خوب و تعبير نه و چې راويښ شومه له خوابه
عشقه گوره اوښکې دي ساته په ضابطه کې
اور د جواهرو وي تازه له خپله آبه
ځان ساته په سيند کې د دنيا له درانه باره
سپک چې څومره شی وي، زر بهر شي له گردابه
ما د يار په مخ چې می نوشلي دي روا دي
واوره محتسبه روايت دی له کتابه
سيند ته مې دعشق لوړې ژورې شوې اوارې
اوس مې نو سکون د روانۍ شه اضطرابه
خوب مې غافل نه شي بيدار يې لرې خدايه
بيا خو ديدن نشته که روايښ شومه له خوابه
تل به پسرلي وي دحمزه د فن په خاوره
ستا د محبت له يو باران ابو ترابه(رض)