غزل
حقيقت د ژوندون څه دی د ژوندون يو ارږمی دی
امیر حمزه شینواریحقيقت د ژوندون څه دی د ژوندون يو ارږمی دی
حقيقت د ژوندون دادی د فطرت يو اسوېلی دی
د فطرت اوسوېلی څه دی د غافل ضمير زبېرگی دی
او بېرگی د ضمير واوره د قدرت ناتمام سوی دی
له دې واړو تخليق شوې غزونې د ښايست ده
غزونې د ښايست خو د الفت ښکلی زلمی دی
زه او ته سره بېل نه يو ته خو پټې کړه دا سترگې
وايه اوس دې په ککو او په نظر کې کوم پردی دی
چې د عقل د ترخو نه د الفت خواږه پيدا که
چې اوچت شي له مَلکو په منزل، هغه سړی دی
زه چې هست يم ته غايب يې، ته چې هست شې زه غايب شم
که زما هستي ښکالو ده تصور دې غرڅنی دی
اتحاد که تناسب دی په اشياوو کې له عشقه
پرېږده مه منه د عقل په گرېز کې مېړنی دی
ستا چې مينه شوله کمه دا تيندک دی ستا د فکر
زه که زوړ شومه نو يم به، خو فطرت مې چې زلمی دی
زه حمزه يم حيران تللی تسلسل د تغير ته
چې بللی په عالم شي چې دا شی او که لا شی دی