نظم
حسب حال
خوشحال خان خټکپښتانه واړه جاهل دي
خټک لا په خوی باطل دي
غاړې، غرونه يې ماوا دي
د چارپايو په څرا دي
په سبق، په لوست ړانده دي
مقيد په هيڅ څيز نه دي
اوس لا نوم د کتاب آروي
حرف يې هم گوندې په کار وي
د ما پلار په گور يې نور شه
له اولاده يې غم دور شه
بې سبقه خواننده و
د هر حسر يا بنده وه
دی سردار، د درست خټک و
په صحبت د اهل ورک و
ښه سړي دده قرين وو
خو اننده يې همنشين وو
د سبق په قدر پوه و
هميشه په دا اندوه و
چې که زويه مې دانا شي
د دانش سره اشنا شي
ډېر دما په تربيت و
تل يې ما سره شدت و
ذات په ذات چې څوک عامي وي
تل پکې پرته خامي وي
په ميراث چې د چا کار وي
لوی هلک يې طلبگار وي
ټنډ چې نه قلبه وي نه يې کته
يا تراټونه خوري يا لته
تازيانې يې په ما پرې کړې
مسلې يې په ما سرې کړې
په سبق وه دده څله
راته ويل يې بيا چې لوله
زوی هغه بللی بويه
چې د پلار نامه کا لويه
ښه فرزند د پلار ژوندون دی
بد فرزند لکه طاعون دی
چې د پلار نيکه نوم پلوري
هغه ډېر دی ټگی خوري
زويه ښه وي چې خلف وي
ناخلف خوشې خرف وي
زېږي زويه طور طور
څه خو وکړه فکر غور
چې دې زويه سليم وي
د سبق وي د تعليم وي
چې شنقار الوخوينه
د شنقار هنر لرينه
په شلق تازي توسن شي
په سلوک سره ايمن شي
ستا فرزند هغه سرکښ وي
چې په خپله رضا خوښ وي
چې اولاد دخان و مير وي
په هغه کې هوډ جابگير وي
اوس يې ته ورپسې پرېږده
خپل هنر له لاسه کښېږده
خپل همت به پرې ښکاره کړم
په دعا به يې چاره کړم
ستا پسر واړه جوهر دی
هم دانش لکه گوهر دی
په دانش که دده مخ شي
په هر چا باندې به سخ شي
چې مې کال زياتي تر لس شه
راپيدا د څه هوس شه
يوه جن وه په مکتب کې
شبچراغه وه په شب کې
پرې زما د زړه وه مينه
گډه مينه مې په وينه
په اخلاص که عاشقي کا
ترې به ورکه فاسقي کا
پټ په زړه کې مې دا در و
محبت د اشنا در و
نه مې کشف چاته راز کړ
نه ښکاره مې سوز او ساز کړ
که مجاز، که حقيقت وه
عاشقي واړه دولت وه
اور چې بل شي تر دېگ لاندې
خو په تاو سره جوش کاندي
چې په دېگ کې څه پراته وي
هم هغه پکې پاخه وي
د استاد مهر دعا وه
که د عشق د درد عطا وه
که د پلار هغه جفا وه
چې يې تل له ما غوغا وه٨
په څو ورځې سواد خوان شوم
خواننده د هر ديوان شوم
چې يې پرېښی کوم ديوان و
هر دېوان مې لکه ځان و
که غزل و، که به فرد و
د اشنا د مينې درد و
په کې سترگې وې که وروځې
تورې زلفې لوځې لوځې
که د غاښو که دلب و
په هغه زما مطلب و
که د خط و که د خال و
په همه وو زما خيال و
چې به ياد د سپين رخسار و
هغه فرد زما په کار و
چې به ياد په کې ښه مخ و
په هغه به زما سخ و
را په ياد به مخ د يار شه
زما زړه به پرې گلزار شه
هر هر بيت ته مې سودا شوه
دا سودا مې سويدا شوه
يامې شعر، يا مې ښکار و
چې مې زړه پرې گرفتار و
د تحصيل له کاره لاړم
اوس وار تېر دی که ډېر ژاړم
ښکار آفت د هر هنر دی
شعر لا تر دا بتر دی
که فاضل په فضليت شي
چې شاعر شي فضيحت شي
يو و خلکو وته په سپک شي
بل دايم په فکر ورک شي
په هغه شماره کې نه يم
چې په شعر کې ورک زه يم
شعر څه شعر حکمت دی
بلاغت دی، فصاحت دی
معتبر وي چې شاعر شي
د بادشاه په در حاضر شي
درست جهان وته قالب خوري
له پادشاهه مواجب خوري
چې څه دود د شعر دا دی
يو مې شعر مشغولا دی
بل په نام پښتانه واړه
چې څکوي د شعرغاړه
په مجهول شعر مغرور دي
علم نه لري معذور دي
که په کار دشعر پوه شي
مبتلا به په اندوه شي
توبه گار به شي له شعره
خوار و زار به شي له شعره
چې يې وايم شعر دادی
د نور چا شعر خندا دی
واړه تش قافيه بند دی
که دذم دی يا د پند دی
نه يې وزن شته، نه بحر
نه خفي لري ، نه جهر
غزلونه يې ساده دي
په ميزان کې زياده دي
نزاکت تمثيل يې نشته
د تقطيع سبيل يې نشته
ترجيع بند که ترکيب بند دی
ترې خبر کله څرگند دی
رباعي، که مثنوي ده
دا دده خو مثنوي ده
مربع، مخمسونه
بل د شعر ادبونه
خبردار په دا هيڅ نه دي
د جهالو په يا نه دي
په خبره يو "مرزا" دی
په هر حال کې څه اشنا دی
گڼه نور پښتانه خوار دي
چې په لافو د اشعار دي
مگر اوس تازه پيدا شي
چې په ښه ويل گويا شي
نن يو زه يم په پښتو کې
لکه کسی په لېمو کې
په ترکي کې "عليشېر" و
سهيلي دده په څېر و
فرد يم زه په پښتانه کې
حاسدان مې دي يا نه کې
په پښتو ژبه کې طاق يم
په فارسي ژبه هم چاق يم