غزل

احساس دناکامۍ که راته دام وغوړاوه

امیر حمزه شینواری

احساس دناکامۍ که راته دام وغوړاوه

همت مې مخ دعشق په هر يو گام وغوړاوه

اخر خو پسرلی دتماشې شي محرک

ما فرش ورته نظر په سر د بام وغوړ اوه

خير خير چې شو يرغل ته د اشنا دنظر باز

ماجال د بڼو خود په احترام وغوړاوه

مړې مړې چې کړې فلک د انتظار زما ډيوې

څادر د کهکشان يې په ماښام وغوړ اوه

بار خو يې حيا سره کړه پلو يې نيمکښو

زړگی يې هم عجب دی چې ابهام وغوړاوه

حاصل مې چې وحدت شو، نوگلشن مې د خاطر

ستا هر ناز و انداز و هرکلام وغوړ اوه

مصحف يې ستا دمخ د زړه په لوحه کړو رقم

يولوی جهان يې ماته دالهام وغوړاوه

عرفان چې نه شي چا وته حاصل بې له ايثار

خالق چې پخپل کور باندې احرام وغوړاوه

يو دام داستعمار دی چې بدلېږي رنگ په رنگه

ظالم که په کشمير که په ويټ نام وغوړاوه

واعظه! نصيحت هغه مېکش ته دی په کار

بس رنگ د اننگو يې چې يو جام وغوړاوه

حمزه اوس څه مزه شته د پښتو نه د حيا

اسمان چې د سترخوان دهر کدام وغوړاوه