غزل
يو د بل نه زده کوي د دنيا دودې
خوشحال خان خټکيو د بل نه زده کوي د دنيا دودې
چې شاگرد نه شي استاد نه شي سړی
زبوني به يې په دين کې پيدا نه شي
که زبون په اعتقاد نه شي سړی
خواست دعا په آساني کله قبلېږي
د تقوی په کار چې داد نه شي سړی
د زحمت علاجي کله طبيبان کا
چې په آه و په پرياد نه شي سړی
که په عمر صد ساله شي هم لا اوم دی
چې سياح د هر بلا نه شي سړی
په اولاد کې اثر د اصل و شي
د بد اصلو د داماد نه شي سړی
که کوښښ کا په اخلاص زه يې ضامن يم
که کامران په خپل مراد نه شي سړی
بهتري د خوی خصلت بويه خوشحاله
خام طمع دې په نژاد نه شي سړی