نظم

استسقاء

خوشحال خان خټک

استسقاء د چا ومشه

او که وشي دا يې زده شه

تل دې څښي د اوښو پۍ

شپه او ورځ تتۍ تتۍ

خو دا پۍ دې ناږه څښي

نه خواړه نه دې اوبه څښي

استسقاء هغه زحمت دی

چې گنده تر هر علت دی

د سړي گېډه مشکۍ شي

ډک په زېړو اوبو دی شي

لا و پښې يې وپړسېږي

په رنگ زېړ بلاښکارېږي

دارو نور د استسقاء شته

خو د اوښو پۍ رسا شته