غزل

جهان شرم، نام و ننگ دی

خوشحال خان خټک

جهان شرم، نام و ننگ دی

که دا نه وي جهان ړنگ دی

چې وفا ورڅخه نشته

گل به څه کړې، چې خوشرنگ دی

چې يې عشق تر سره کړی

نور څوک نشته يو پتنگ دی

د ښايست کمی يې نشته

ولې يار مې په زړه سنگ دی

تر ښکنځلو يې ځارېږم

بيا يې چا سره دا جنگ دی

په ښاغليو جهان ارت

په غووليو باندې تنگ دی

ښه چې راغللې په غېږ کې

بيا مې لرې دزړه زنگ دی

چې خوشال باندې ناستی کا

دا پوزی نه دی، اورنگ دی