غزل

که اغزي وي ستا له لاسه

خوشحال خان خټک

که اغزي وي ستا له لاسه

تر گلونو دي د پاسه

د زړگوټي سر مې ته يې

که ياران لرم بې قياسه

چې به بل تر تا راتېر کړم

دا ويی د زړه وباسه

که د نورو سره خاندم

جهان نه دی بې لباسه

له ماڼيه به دې ومرم

څه خو مخ راوجارباسه

که څوک تا غوندې ښکارېږي

څربښت بېل دی تر اماسه

تر هغه به نادان څوک وي

چې خر ښه گڼي تر آسه

د اغياره سره خانده!

په خوشال تندر پرېباسه