غزل

که اشنا که نا اشنا دي

خوشحال خان خټک

که اشنا که نا اشنا دي

بولاق واړه بې وفا دي

که يې خېښ کړې، يا يې دوست کړې

شاهي، بېگ غوندې بلا دي

چې آصف خرم ښه نه شو

نور خرم په ياد د چا دي

خوشالي که يار غار و

هم دده نه دا غوغا دي