غزل
که عطار د خپلو مښکو کا صفت
خوشحال خان خټککه عطار د خپلو مښکو کا صفت
په دا څه څو يې روان نه شي نگهت
مشاطه دې د دړېو ارايش کا
ولې درېغه که دناوې وی صورت
که د خره زين د سړي واړه سره زرکړې
خر به اس نه شي په دا زېب و زينت
کوری هم لکه ياقوت هسې ليده شي
جوهري يې خبردار دی په قيمت
د هوښيار چې زيست روزگار شي له نادانو
شېرين عمر پرې تېرېږي په حسرت
په نصيب يې دغه دواړه توکه نه وي
چې هم بخت هم يې د عقل وي نعمت
د خوشال که نه د تن وي، نه دگېډې
و سفله لره ورمشه په حاجت