نظم

که بادشاه د درست جهان شي په تخت کښېني

خوشحال خان خټک

که بادشاه د درست جهان شي په تخت کښېني

ترس به کا د بادشاهيي له زوال نه

که لويي دسکندر وه خو بيا هيڅ شوه

که قصه شي ديوسف له ښه جمال نه

څوسکندره څو يوسف به درته ياد کا

که خبر واخلې له نمره له هلال نه

که جمشيد و که کسرا و که خسر و

واړو وکړله وداع له ملک و مال نه

دشاهانو کپرۍ دي خاورې نه دي

چې پراته دي وکړه سوال له هر سفال نه

دا قحبه که په رنگ ښه ده خوی يې گوره

جدايي ورځنې ښه ده د وصال نه

که لقمان که اپلاتون و دواړه تېر شول

چې مې دا دور کړه دعقل قيل و قال ته

هر کمال سره زوال عاقلان ويني

ځکه تښتي د دنيا له هرکمال نه

د دنيا عيشونه واړه در گذر دي

غواړه عيش د عقبی د ذوالجلال نه

عاقلان که د دنيا په حال خبر شي

زر به غواړي خپل خلاصی ددې جنجال نه

که طوعا ده که کرها په دا هفتاد کې

ما رخصت وکړ د ملک مال ومنال نه

د ايمانه سره مرگ عظيم نعمت دی

خدايه دا نعمت اوس زر ورکړه خوشال نه