نظم
که چار ده هم هغه ده
خوشحال خان خټککه چار ده هم هغه ده
هر چې پسندي وي په تا
څو زه پايم په دنيا کې
دا دوه خواست کوم له تا
يو مې روغې لرې سترگې
بل مې ټينگه لره ملا
ښايسته ولره غواړم
دواړه توکه هغه دا
که دا دواړه توکه نه وي
ما هم بيايه له دنيا
هرڅوک پلار د لوڼو مه شه
په ډېر غم شي مبتلا
څو چې لوڼې وي په کور کې
په کور وي هومره بلا
زما په کور کې دېرش دي
که تر دېرش دي ډېرې لا
که غم وهم د دېوو
راسره سبا بېگا
په خپله خدای واده کړې
چې له سرايه شوم جدا
چې ته کړې واړه ښه کړې
يوه خدايه! ربنا!
تر کار دې نه رسېږي
عقل فکر د هيچا