غزل

که د مور نفس کې څه وې لکه وې، هسې به اوسې

خوشحال خان خټک

که د مور نفس کې څه وې لکه وې، هسې به اوسې

چې په څه دې د زړه مينه هم هغه مينه به يوسې

لاس د زړه له پاسه کېږده چې څه حال درته معلوم شي

څه تسپې په لاس کې نموږې، څه په ږمنځې ږيره پوسې

که د باغ دي، که د راغ دي، په سلگونو دي دا ونې

څوک سپېدار دی،څوک چينار دی،څوک پلو دی، څوک پلوسې

انځر نه لري گلونه، مېوه سپينه لري توره

د انگور ږنگوري گوره، مېوه گل لري نلگوسې

دا جهان پټی پټی دی،جنس له جنس سره خوښي کا

مار له ماره، يوز له يوزه، خرس له خرسه، کوس له کوسې

که عصمت ، فتوت نه وي واړه وسېځه په اور کې

چې په خيال، په هوا گرځي زېړ پړوني، سر غنډوسې

الحذر د عشق له اوره، که دې لاس رسي زړه ژغوره

د دلبرو مينه اور ده ای خوشاله! زړه کړه بوسې