غزل
که د زړه لرې بها
خوشحال خان خټککه د زړه لرې بها
ځان به نه کړې کم بها
څه وې څه به شې خبر شه!
ابتدا په انتها
چې به گانده تنها کېږې
خو لا نن ښه يې تنها
چې يې نور له تا اخلي
په خپل لاس يې کړه رها
ته خبر نه يې له ځانه
چې په تا کېږي څه، ها
درته وايم نه پوهېږې
څه غفلت لرې هاها
بل مخ مه گوره خوشاله!
مخامخ شه په شها