غزل

که دې زلفې نه وای تار تار

خوشحال خان خټک

که دې زلفې نه وای تار تار

ما به نه ژړل زار زار

ستا له خاره خاره عشقه

په سينه کې مې خار خار

چې په تا يې د زړه مينه

هغه تل گرځي خوار خوار

زړه د يار له لاسه مرينه

بيا مدام وايي يار يار

تورې سترگې دې گواښ گرندې

باڼه ستا وايي مار مار

ستا د شکرينو شونډو

اشتياق لرم بار بار

خوشال ستا له مخه وايي

واړه ښه وايي ځار ځار