غزل

که غواړم، نه يې موم هسې تا غوندې مهوشه

خوشحال خان خټک

که غواړم، نه يې موم هسې تا غوندې مهوشه

خنده رويه، سنبل مويه، گلعذاره، پياله کشه

سمن بره، قد عرعره، مو کمره، لب شکره

آهو چشمه، څړه خشمه، مهرجنه، منقشه

دلنوازه، سرفرازه، چشم بازه، عشوه سازه

تېز نظره، غمزه گره، په دوو زلفو مشوشه

سربلنده، خود پسنده، خودنمايه، دلربايه

د عاشق د ځان بلا، په رنگ زېبا په خوی آتشه

طربناکه، تل بېباکه، گرېوان چاکه، تش تا پاکه

زړه يې سخت لکه آهن، په مخ يوه آيينه يې غشه

د زلفينو سر يې تاو لکه نخوش د ماهي گير شو

کله وي چې خوشال خلاص شي له دې هسې رنگ نخوشه