غزل
که گذر په خير اباد وکړې نسيمه
خوشحال خان خټککه گذر په خير اباد وکړې نسيمه!
يا دې گشت وشي د سرای د سيند په سيمه
په وار وار زما سلام ورته عرضه کړه
ور سره زما د لوريه څو تسليمه
اباسيند وته ناره وکړه په زوره
و لنډي ته وينا ووايه حليمه
گوندې وي چې بيا مې ستاسې جام نصيب شي
په گنگا، جمنا به نه وو له قديمه
که د هند له هوا زار کړم، څو به زار کړم
د اوبو بلا يې لا بده عظيمه
که د نهر اوبه څښې کولمې پرېباسي
هم د هيڅ کوهي اوبه نه دي بې بيمه
چې سړې اوبه د سرای نشته په هند کې
ترې توبه که واړه ډک وي له نعيمه
تل به هيڅوک نا اميد په جهان نه وي
په کريابو کرم کېږي له کريمه
د ويشتلي و صحت ته اميد وشي
د پرهار يې چې کمی وشي له زيمه
خدايه! زړه مې په وصال د هغو ټول کړه
دا چې اوس ورځنې لرې دی دوه نيمه
عاقلان به هيڅ انکار ورباندې نه کا
هر افعال چې صادر کېږي له حکيمه
همېشه به په هند نه اوسې خوشاله!
عاقبت به عاصي ووځي له جحيمه