غزل
که خاطر دې له خوشاله نه دلگير دی
خوشحال خان خټککه خاطر دې له خوشاله نه دلگير دی
په خوشال باندې هم ستا دماڼې وير دی
د بيمار ساهه شونډو باندې راغله
داروگر يې لا علاج ته په تدبير دی
د موسی په معجزه به څه گروهېږي
د فرعون چې دهامان غوندې وزير دی
يا زما په پالنگ ناست، زه لاړ په خوب يم
سراسر زما له لوريه نه تقصير دی
ما خپل سر تر فلک وليده په پورته
ددې خوب مې معبره! کوم تعبير دی
بيا مې کيڼه سترگه لاندې باندې رپي
مگر بيا مې زړه ياريې وته خير دی
بېوفا سړی دې يار د هيچا نه شي
چې دايم يې په ياريې کې تزوير دی
په ژړا پورې مې خاندې! چې مې وکوت
دا همه واړه زما د بخت تاثير دی
هيڅ يو مخ به يې مخی د ښايست نه کړم
ما چې ستاجمال ليدلی په ځير ځير دی
زما زړه، ديار زلفينې سره گوره
لېونی په لېونتوب کې په زنځير دی
که اسمان زما په حکم چاروتلی
ځينې څه چارې به وشوای تا کتلی
که دقام و خېلخانې و حال ته گورم
څه روزگار به پکې کړم په غم لړلی
په ناحق مې ازاديه ته هوس کړ
په زندان د اورنگ زېب ښه وم تړلی
په ړندو باندې لا هسې توره شپه ده
که همه عالم يې ويني لمر ختلی
بيايې شکل په څه شان راته ښکاره کړ
لکه باز وي له کريزه راوتلی
چې ادب ورڅخه وي صحبت هغه کا
بې ادب له مجالسه وی ايستلی
هغه يار مې لکه باز په پرواز لاړ شو
طالع بيا زما تر لاسه راوستلی
ځان چې نن تر مين ځار نه کړې خوشاله!
ځان به تا وې و نور چا وته ساتلی