نظم

که خوشال به په دينا لري څوکاله

خوشحال خان خټک

که خوشال به په دينا لري څوکاله

سکه بهرام به ته تېر نه کړې تر سږ کال نه

بدقرين لکه دوزخ دی په دنيا کې

ما يې خلاص کړه له عذابه له وبال نه

هر سړی که په دنيا کې ژوندی گرځي

خلاص به نه وي د دنيا له قيل و قال نه

په حيات صورت هر گوره ډېر ضرور شي

لاس و کښنه د دنيا له ملک ومال نه

هر ساعت په ما يو حال دی چې تېرېږي

چې جدا يم له اطفاله ، له عيال نه

خپل پردي مې څوک ونه ليدل رښتيني

چې خبر شوم د وگړي د احوال نه

تفاوت دخپل پردي ورباندې نشته

که يې گورې اورنگ زېب بادشاه گمراه دی

مستجاب غريب يې ووژی په ظلم

دخوشحال منصب يې واخيست کوم گناه دی

دمنصب په اخيسته څه دلگير نه شو

د خوشحال خاطر خوشال دی خدای گواه دی