غزل

که مې ياد، که مې ناياد کاندي مخدوم دی

خوشحال خان خټک

که مې ياد، که مې ناياد کاندي مخدوم دی

د چا کر مې له څښتنه حجت کوم دی

دا گدا يې و وصال ته څه هوس کا

چې بادشاه يې له ديدنه نه محروم دی

په عاشق چې ستا له لوريه ظلم وشو

اوس په هر لوري چې دی درومي مظلوم دی

همېشه يې سوړ سوړ آه وي، گونه زېړه

د ويشتلو حال که نه وايي، معلوم دی

په جهان کې چې څه رنځ و څه محنت و

هغه واړه سره ټول شول عشق يې نوم دی

هغه يار چې وفادار دی مونده نه شي

په جهان کې د وفا هنر معدوم دی

د خاطر وينې مې خوري په ننکې ننکې

له گناهه وېره نه کاندي معصوم دی

که يار سر غواړي له ده نه نه به نه کا

هر چې پوه د عاشقيې په رسوم دی

چې په عشق کې موافق نه وي ای دله!

د هغه ليدل په څه گورې چې شوم دی

د دوزخ لمبې به نه رسي عاشق ته

چې د عشق په توره مړ شو، غه مرحوم دی

ما خوشال ته ستا د خولې اسرار مکشوف شو

که دا راز د چا له سترگو نه مکتوم دی