غزل
که مې يو ځله رسد وشي تر سنده
خوشحال خان خټککه مې يو ځله رسد وشي تر سنده
نور دې مه وينم په تورو سترگو هنده
له به سترگې د سړي په چا خوږې شي
نه يې ما ته په اوبو شي د چا تنده
د پيپلو پاڼې خوره، په غره کې اوسه
نه چې پان د هندوستان خورې زما جنده
په هغه بازار به څو سود و سودا کړې
چې کارگه پکې قدري دی تر شهنده
ای وروسته عقله! درېغه که پخوا وای
ما به ولې په خپل ځان کړه هومره شنده
هر چې وشول هغه واړه دربخښلي
اوس خوشاله! په لاس مه نيسه نا پسنده