غزل

که نين سو که په تن اغوندې حلوا خورې

خوشحال خان خټک

که نين سو که په تن اغوندې حلوا خورې

خوا خير د مرگ سړی يې وبه مرې

دا مستي به دې نه وي،څو به گرځې

په ما ر سره اوښتې سترگې سرې

که بې شماره خزانې کړې سره ټولې

د دنيا ارمان به بيا وگور ته وړې

ستا پخوا د طبېلو څښتن وگوره

چې په کور باندې يې گرځي غواوې خرې

همېشه وايي فاني دنيا گنده ده

که گنده ده ولې نه تېرېږي ترې

په دنيا څو ډېر مين هومره غمجن شي

جگې جگې راشه مه کړه مينه پرې

يو غفلت، بل جهالت ، دريم شهوت دی

د خوشال د ځان بلا دي هم دا درې