څلوريزه

که نور په نورو چارو جلي ستايم

خوشحال خان خټک

که نور په نورو چارو جلي ستايم

زه به د تورو په کار علي ستايم

ورور د رسول دی ورباندې ښايې

که يې له فرقه بيا تر تلي ستايم